Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-07-15 12:09:36 by Shabnam Khan

د کتاب نوم:


 دلیل ویونکی هندي


لیکوال: امریتا سین


د کتاب معرفي کوونکی:


 احمدالله ارچیوال


بنګالی شاعر، رام موهن رايي وايي،  فقط فکر وکړي چې ستا د مرګ ورځ به څومره خرابه وي، نور خلک به خبرې کوي او ته به د دې وړتېا نلري، چې لدوي سره استدلال وکړې. ډېر وختونه موږ ته استدلال، اختلاف نظر او بحث غیرې مطلوبې پدېدې ښکاري. خو حقیقت دا دي، چې دغه پدېدې  د انساني ژوند ارزښتاکه سرمایه ده، چې د ټولنې د پرمختګ لپاره اړین او لازمي دي.


اګر چې د بېلا بېلو موضوعاتو په اړه پکې بحث شوې، خو د امریتا سین کتاب د رام موهن رايي د خبرې مصداق دی. کتاب په ټوله کې د یوې تولنې د پرمختګ او د علومو د ودې لپاره د استدلال او بحث کولو په ارزښت خبرې کوي.


نه یواځې دا بلکې امریتا سین بحث او استدلال د مظلوم او مظلومانو طبعي  ملګری ګڼي او  وايي چې استدلال او بحث کول د ولسواکۍ د غوړېدا او د ټولنې  د مرفه ژوند لپاره اړین دی.


دلیل ویونکی هندي، د نوبل د سولې د جاېزې ګټونکي ،امریتا سین،  د شپاړسو بېلا بېلو مقالو، چې عنوانونه یې  له یو بل څخه مختلف خو د محتوا له اړخه  یو له بل سره تړاو لري، ټولګه ده.


پدې کتاب کې امریتا سین استدلال کوي، چې د معاصر هند ولسواکي، په اصل کې  په هند کې د سلګونو کلونو څخه راپدېخوا پدغه هیواد کې د موجود پر منطق اواستدلال ولاړ  تاریخي کلتور پایله ده. دی ټينګار کوي چې په هند کې  د سکولاریزم او ولسواکي د دوام لپاره استدلال/بحث  او منطق اړین توکي دي.


د کتاب لیکوال د هند پر علمي( فلسفي) او سیاسي میراث او د علم او فلسفې په پرمختګ کې په نړیواله کچه د هند د تاریخي علمي  رول په اړه بحث کړی.امریتا سین که له یوې خوا د فلسفي او ساینسي علومو د پرمختګ په اړه هغه تیوري چې یواځې لویدیځ  د ساینسي علومو، فلسفې او ولسواکه سیستمونو رامېنځته کېدلو او د هغو  د پرمختګ زانګو ګني، ردوي، بلخوا په کور دننه په هند کې د یو شمېر خلکو  هغه فکر چې  هند یوه سوچه هندو  ټولنه ګڼي،  هم په کلکه ننګوي.


امریتا سین لیکي چې  هند  له سګونو کلونو راپدېخوا د داسې  یوې غېرې متجانسې ټولنې، چې  بېلا بېل مذاهب او عقاید لري، د خلکو کور دی. نوموړي ټينګار کوي چې د هند دغو ټولو  خلکو  د یادو  علوموپه  پرمختګ کې مهم رول درلود.


دلیل ویونکی هندي کتاب  د اقتصاد، ټولنپوهنې،هویت، تاریخ ، ادبیاتو او نورو علومو په اړه د لیکوال د ژورې پوهې ښکارندويي کوي. د لیکوال یوه مهمه ځانګړنه  په ډېرو محدودو کلیماتو کې د  زیاتو معلوماتو ځای پر ځای کول دي.


د هویت په اړه لیکوال د هغه مکتب چې هویت داسې شی، چې د ځان لپاره غوره کېږي، او نه دا چې چا ته ورکول کېږي، ګڼي، ملاتړ کوي.


کتاب د هغو خلکو لپاره چې په ختیځ، په ځانګړې ډول په هند کې ، د علومو او فلسفې په رامېنځته کېدو او د دغو علومو د غوړېدو په اړه په څېړنه کې علاقه لري، یو  په زړه پورې معلوماتي ریفرنس  دی.


Comments

Share with your friends:

reply