Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-07-14 23:19:39 by Shabnam Khan

د هستۍ بار، داوديپ افسانه او زموږ «مور وطن» 


لیکنه او شننه : ښاغلی اکبر کرګر 


دا څو ورځي مې دچک دمشهور ليکوال ميلان کوندرا يو اثر «هستۍ بار» لوستلو . زه ددغه ناول په باب خبري نه کوم ، او نه يې نورې برخي را سپړم . خو په ناول کي يوه اساسي کيسه د«ادويپ» افسانه ده . دا اسطوره يا افسانه دفرويد له پاره هم دېوې مشهورې نظرېې بنسټ گرځيدلي ده . په ناول کې داسې څرگنديږي چې دناول کرکتر دا افسانه ديو ې مقالي اويا رپوټ په توگه له يوې توجيه سره خپروي ، چې په پايله کې دکرکتر (توما ) له پاره دسردردۍ سبب کيږي . په دې ليکنه کې به په لنډه توگه د اثر همدا برخه را واخلو او بيا به خپله توجيه اودخپل «مور وطن» افغانستان ياد تازه کړو . 

ومو ويل چې د اوديپ داستان ډېر لرغوني او مشهور دى . يو شپون په غره کي يو نوى زيږيدلي ماشوم مومي اوهغه «پوليپ» پادشاه ته وړي . دا ماشوم دپادشاه له خوا تربيه اوروزل کيږي او لوييږي . يوه ورځ همدا اوديپ په يوه غرنۍ سيمه کې ديوه نا پيژاندې شاهزاده سره چې په ارابو يې سفر کاوه په شخړه اوړي . يو له بل سره په جنگ اخته کيږي . شاهزاده دجنگ په پايله کي وژل کيږي . اوديپ وروسته د«تباى» دښار پادشاه کيږي او له ملکې «ژوکاست » سره واده کوي . هغه هيڅکله دا فکر نه کوي . چې ېو داسې کس يې وژلي دى چې د ده پلار و ، او هغه ميرمن چې نوموړي ورسره يو ځاى شوي هغه يې مور وه . له هغي ورځي وروسته دهيواد خلک ورو ورو کرکه پيدا کوي اود لوږي او ناروغيو دخپريدو له امله خلک مړه کيږي . کله چې اوديپ پوهيږي چې د دې بدمرغيو سبب خپله همدې(اوديپ ) دى چې دهيواد دخلکو د درد او رنځ سبب شوى دى ، نو خپلې سترگې له مخ کاسې را باسي اودتل له پاره ړنديږي . اوبيا دتب له ځمکې بهر کيږي . 

***

په اوديپ کې يو شهامت و ، چې کله په خپله گناه پوهيږي ، اوکله ورته خپله اشتباه مخې ته دريږي ، نو خپلې سترگې له کولکو را باسي اوتر ابده ړوند پاتي کيږي . گورو چې که فرض کړو د اوسني زماني «ژوکاست » هيواد دى . په اساطيرو کې خپل ټاټوبې دمور دگيډې بديل دي ، انسان فطرتا غواړي چې کله ځمکې ته را ځي غواړې بيرته دمور گيډې ته ولاړ شي خو دا ناشونې ده ، نو په دې ډول د دمور د گيډې يو بديل پيدا کوي اوهغه خپله خاوره اوخپل هيواد دى . غوره بولي چې دابدي هستي له پاره دخپلې خاورې غيږ ته ورشي . اوجسد يې په خپله خاوره کې پاتي او خاورې شي . 

خو دافغانستان «اوديپان» چې له مور سره يې زنا وکړه نه یوازې چې خپلې سترګې له کولکو نه راباسي ان په خپله گناه اعتراف نه کوي ، ددوي دګناه او موجودیت دی چې خلک ورځ له بلې له لوږې ، قحطې او وبا سره مخامخ دي  

ورځ په ورځ دخلکو کرکه اونفرت لمبي کوي ، دهر وگړي په څيره اواکر کې غضب بريښي . خو واکمنه ډله پرې چرت هم نه خرابوي . 

نو پوښتنه داده ،هغوې چې داوديپ په څير دژوکاست سره يو ځاى شول يا په بل عبارت د دوښمن په کاسه لوى شول او خپل پلار يې وواژه اوپه پايله کې يې له مور سره زنا وکړه ، هيڅ په دې فکر کي نه شول اونه دي چې خپلې سترگي له کولکو را وباسي . نږدي څلويښت کاله يا نيمه پيړۍ په ترتيب سره دشپانه په لاس دوښمن پادشاه ته وسپارل شول ، او له هماغه ځاىه يې دخپلې مور بې عزتي اوبې ستري پيل کړه ، وې پلورله ، خو داوديپ سره يې توپير دادى چې دوې خپلې سترگې نه را باسي . دوى په خپله گناه او «تابو» اعتراف هم نه کوي او په پوره سپين سترگۍ دقدرت په نشه مست دي . 

نو که د اوديپ داستان په زمانو اوپيړيو کي تکراريږي . دادى يو وار بيا زموږ په دوران کې تکرار شو . دا اوديپان چې ډلي ډلې را غلل په ژوکاست وختل اولاړل خو وروستۍ اوديپ خپله کرغيړنه او وحشي څيره په پرله پسې توگه بربنډوي . اودخلکو له کرکو اونفرتونو لمبې را پورته کيږي . 

پاى


Comments

Share with your friends:

reply