Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-07-14 23:13:22 by Shabnam Khan

مارو مې ولوست؛ دا یو ډېر په زړه پورې ناول دی چې تازه دم سروش کتاب پلورنځي چاپ او خپور کړی، ددې کتاب ليکوال ښاغلی سلېمان راحل دی، چې ټوله هڅه یې د بې وسه او بې کسه انسانانو احساساتو ته ژبه ورکول دي، راحل مخکې تردې په ورته موضوعاتو ډېری تمیلي ټوټې جوړې کړې او وړاندې کړي دي چې موخه يې په ټولنه کې د انسان د کرامت او اخلاقي ارزښتونو څخه دفاع او ساتنه ده.


سلیمان راحل د يو ښه ممثل تر څنګ يو ښه ليکوال او د پښتو داستاني ادبياتو په برخه کې خپل ځانګړی مقام لري او په پښتو ژبه کې يې په تول پوره لنډې کيسې پنځولي دي.


 تازه دم چاپ شوی دغه ناول (مارو) يې یو ډېر په زړه پورې داستان دی چې د ټولنې یو تور کردار چې په ظاهره يې سپينې جامې اغوستي د لوستونکو په وړاندې بربنډ او هغه ټول حقایق رابرسېره کړي چې د ښار په رنګينه ماڼيو کې له ژوند څخه د خوند اخيستنې په موخه د حيا مقدسې لوپټې په ناولیو اوبو سره مينځي.


مارو د يوې پېغلې جذبې نوم دی چې د پېغلتوب غرور يې د انساني خواخوږۍ په نوم د وحشي حيواني کردار برخه ګرځي، همدارنګه څو نورې بې کسه او بې وسه چيغې وې چې د سپينو ديوالونو تر شا په تورو تيارو کې زندۍ کړل شوي خو په همدې ناول (مارو) کې انعکاس وركړل شوی دی او ليکوال په دې توانيدلی چې يو ځوان احساس د انساني کرامت څخه په استفادې د مظلومو خلکو لاسنیوي ته وهڅوي.


په ټوله کې مارو يو احساس، يو درد او کړاو بیانوي چې د ټولنې په ظاهره سپين، سپېڅلي خلک يې په نړيواله کچه د بانفوذه سياسي سازمانونو په مټ تور رنګ ته تغير ورکوي او هم يې د يوه په زړه پورې عنوان او منظمې ترحې په درلودلو سره په بې وزله انسانانو تطبیقول غواړي، ترڅو دغه بې وسه او بې کسه نازک او نازولي وجودنه يې د دوی د هوس په موخه د سوربخونو څراغونو رڼا ته په داسې حال کې چې څړيکې يې نه احساسېږي، قرباني کړل شي.


د سليمان راحل مارو، ددې داستان ژبه او انځور د ګناه او ثواب یو خوندور جنګ مخې ته وړي، چې لوستونکی نه پرېږدي پام یې په بله واوړي او تر پايه پورې یې د غم او خوښۍ ډکې شېبې په ډېر يو ښه انداز سره چې د همدې ناول د ليکوال ځانګړنه ده بیان شوي دي. د راحل په فکر او خیال دې برکت وي.


#مقتصد


Comments

Share with your friends:

reply