Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-07-14 11:12:59 by Shabnam Khan

جاسوسان برتر «غوره جاسوسان»

دا کتاب میشل ایچ هارټ لیکلی او فارسی ته ډاکټر محمد حسن اهويي ژباړلی دی. د کتاب په لومړیو کې مشهورې جاسوسي ډلې لکه، سور ارکستر، په امریکا کې د شوروي اتومي جاسوسي ډله، تریپر جاسوسي ډله، لوسي او کمبریج جاسوسي ډلې راپیژندل کیږي. دې هرې ډلې ته په مختلفو وختونو کې د خپلو مشرانو لخوا مختلف اهداف ورکول شوي ول. وروسته بیا مشهورې جاسوسي سازمانونه او ددوی کامیابی او ناکامی راپیژني؛ ځیني يې: ‍ یو بي، سي ای اې، اف بي ای، MI5 ، MI6، ګشتاپو، کا جي بي، جي ار یو، موساد، ساواک، ابهور او اس او ايي دي. دې شبکو د خپل هیواد لپاره لوی خدمتونه کړي او همهاله يې بیا داسې شرموونکي کارونه هم کړي چې انسان يې له ویلو شرمیږي. د کتاب ورورستی برخه چې ډیره جالبه ده؛ سل مشهور جاسوسان، ددوی ژوند، کار او مرګ راپیژني. دوی خپلو هیوادونو ته په پټه خدمتونه کړي، ځينو يې دوه اړخه جاسوسي کړي او ځینو بیا په نورو هیوادونو ځانونه پلورلي. پدې کې داسې جاسوسان هم شته چې په افغانستان کې يې هم فعالیتونه ترسره کړي. ژرژ اقابکف، بوروس لاکهارت، پیتر رایت، سرلشکر احمد مقربي، ۳۵۳ شماره جاسوس، سیمون سیمونوف او څو نورو يې د پام وړ او بوږنونکي کارونه کړي دي. 

کتاب خوندور دی او هغوی چې له څارګرو یا جاسوسي فعالیتونو سره مینه لري، باید ويې لولي. 

نوټ: له دې وروسته مې پریکړه ونېوله چې جاسوس شم، ځکه د جاسوسانو په یو معاش سړی خان کیدای شي! 


Comments

Share with your friends:

reply