Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-02-14 11:27:22 by Sikaraam Oraganization

کله چې آلوتکه کې کېنئ نو یوه ښایسته پیغله راپورته شي په خپلو نازکو لاسونو درته په اشارو د بلې نازکې پیغلې دا مهین غږ بدرګه کوي چې که آلوتکه کې اکسیجن کم شو نو اول به خپل ځانته اکسیجن ولګوئ او بیا به یې بل ګاونډي ته ولګوئ. د دغه تر شا علت دا دی چې که ځان څخه مخکې بل ته اکسیجن لګوئ نو تر هغه وخته ستاسو اکسیجن کمیږي او له ډېرې کمزورۍ به بیا اکسیجن درته نشئ لګولی او بل به هم نشئ ژغورلی نو پایله د دواړو مرګ دی. له افغانستان مېشت وګړو هیله دا ده چې لومړی ځانته اکسیجن ولګوي تر څو ژوندی پاتې شي چې بیا بل سره هم مرسته وکړی شي. #افغانستان_لومړی_دی


Comments

Share with your friends:

reply