Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-07-11 17:58:56 by Shabnam Khan

یوه خبره درته وکم؟

(ناول)

لیکوال: خدای بخښلی نصیر احمد احمدي

۱۳۹۱ ل کال


ما یې د لنډیر په توګه یو ګوډه ماته هڅه کړې، دا ناول دومره جالب او جذاب دی چې یوازي یوه پاڼه یې ولولئ نور خپله ځان درباندې لولي. هیله ده د ناول په پیدا کولو او لوستلو کې به درېغ ونه کړئ، جلاوطن ملګري کولای شي د دې ناول پې ډې ایف بڼه د سېکارام https://sikaraam.com په ویب پانه پیدا او ډاونلوډ کړي.


یوه خبره درته وکړم ناول کې اصلي کرکټر شېرمحمد بدرنګه څېره لري، سر یې پک دی، غټې غټې سپږمې یې دي، په کلي کهول کې هم په سپنګور مشهور دی. غریب سړی دی یوه مور او یو کوچنی ورور لري. شېرمحمد دیاړي کوي یوه ورځ راځي د اوبو کارېز کېندي، چې د یو بد بوی احساس یې کړی، ډار شوی په همدې ډار کې د بوی په لټون مخکې تللی چې ګوري یو ځوان په اوبو کې زېندۍ شوی پروت دی. شېرمحمد د ځوان په لاس دوه د سرو زر ګوتمۍ ګوري او هغه ترې اخلي او جېب کې یې د پیسو یو څو نوټونه پیدا کوي. شېرمحمد چې کور ته راځي مریض کېږي او په سبا د کارېز کېندلو ته بل کس ورځي، هغه کس په کارېز کې د پروت مړي خبر کلیوالو ته ورکوي، کله چې کلیوال مړی راکاږي په څېره نا اشنا دی او د مړي سره د هغه پېژندپاڼه یا کومه بله د پېژندلو نښانه نشته نو خاورو ته یې د کلي په هدیره کې امانت سپاري. شېرمحمد چې د مړي له جېب څخه پیسې کیښلې دي تر څنګ یې یوه تذکره هم شته او شېرمحمد چاته حال نه وایي او ځان ناګهان اچوي چې ګواکې ما هغه ورځ کارېز کې هیڅوک هم نه دي لیدلي، یو کس یې خواته ورځي او ورته وایي چې تا خو هم تېره ورځ کارېز کیندلو، دومره غټې غټې سپږمې لرې، ولې یې بوی نه و درغلی، شېرمحمد ورته غوسه کېږي او ورته وایي چې زه نه یم خبر او نه پوی شوی یم.

شېرمحمد کور ته راځي، دا چې شېرمحمد سختي غریبۍ اخیستی، لس د ډالرو نوټونه او دوه ګوتمۍ په غریبي کې کم شی نه دي، کور کې مور ته وایي چې زه بازار ته ځم، که څه شی مو په کار وي چې رایې وړم. شېرمحمد بازار ته ځي او د ډالرو یو نوټ ماتوي چې څلورنیم زره افغانۍ ترې جوړېږي، ورور ته په سل افغانۍ څپلۍ اخلي او بېرته کور ته راځي. ورځ دوه تېرېږي د شېرمحمد کوټ د کوټې په منځ کې پروت دی، مور یې کوټ ور پورته کوي ترڅو په کوټ بند کې یې راوځړوي، د کوټ له جېب څخه دوی د سرو زرو ګوتمۍ او ډېري پیسې تویېږي، مور یې په حیرانۍ شېرمحمد ته مخ کوي او وایي دا څه دي؟ په دومره غریبۍ کې دا پیسې تا له کومه کړې، شېرمحمد بهانه کوي چې پیدا مې کړې خو مور یې ورته وایي زه ماشومه نه یم، صفا صفا ووایه پیسې او ګوتمۍ دې له څه وې؟ شېرمحمد ټوله کیسه ورته تېروي چې دا مې د هغه پلانکي مړي له جېب څخه وکیښلې، مور یې ورته وایي غریبان به یو خو دومره بېغیرته هم نه یو چې د مړي مال ته واړوو، دا هر څه باید د مړي کورنۍ ته وسپارې، شېرمحمد چې په خط نه پوهېږي کوچني ورور ته وایي چې د مړي په جېب کې دا کاغذ هم وو ته یې وګوره، کوچنی ورور چې ګوري هغه د مړي تذکره ده. مور شېرمحمد ته وایي چې دا امانت د مړي کور ته ورسوه، شېرمحمد هم روانېږي، یوه مکمل ورځ پلي مزل کوي او د مړي تر کلي کور پوري ځان رسوي. هلته د مړي تره سره دا کیسه تېروي خو تره ددې خبر په اورېدو هیڅ د حیرانۍ یا خوابدون احساس نه کوي. په شېرمحمد په همدې کور کې شپه تېروي سهار وختي د همدې کور په انګړ کې د ځواني انجلۍ انګولا اوري، شېرمحمد چې په ځان ډارېږي له کوره منډه اخلي او له کلي د وتو کوشش کوي، په حال کې د کلي په څنګ کې د سیند غاړې ته رسېږي، هماغه انجلۍ چې په کور کې یې ژړل د سمندر په غاړه ویني اجلۍ چې شېرمحمد ویني ځان د سمندر اوبو ته اچوي شېرمحمد هم د هغې د ژغورلو په پلمه اوبو ته ورلوېږي او انجلۍ له مرګ ژغوري. انجلۍ ژاړي او شېرمحمد ته زارۍ کوي چې ما پرېږده زه غواړم ځان وژنه وکړم خو شېرمحمد اجازه نه ورکوي، شېرمحمد ددې انجلۍ له کوره تښتېدلي ګوري د هماغه کس (د مړ شوي کس ترهٔ) ټوپک په لاس د سیند خواته له خپلو دوو زامنو سره په قهرجن حالت کې را روان دی، شېرمحمد له دې کس څخه ډارېږي او انجلۍ ته زارۍ کوي چې راشه پټه هغه را روان دی تا به هم ووژني ما هم وژني، انجلۍ ورته وایي هغوی زما ورور وژلی، زه غواړم دې سیند کې ځان وژنه وکړم، هغه ظالمان دي زه په کور کې نور وخت نشم ورته تېرولی، انجلۍ شېرمحمد ته کیسه کوي چې زما پلار همدې کس چې ورور یې کېدو څو کاله مخکې په ټټر کې وویشت، تره مې چیغې وهلې او ویل یې چې ما ټوپک پاکوو هغه مې ماشې ته ګوته ورغله ورور راڅخه وویشتل شو، شپې ورځې وتلې موږ دوه خویندې او یو ورور پاته شو، له ورور سره به مې هر وخت د تره زامنو جنګونه کول، یوه ورځ مې ورور وویل چې زه بېلېږم تره او د تره زامنو هغه ډېر زیات وواهه، ځکه که دا وېش کېدلای زموږ ټوله شتمي به دوه برخې کېدله یوه برخه زما د ورور او یوه برخه زموږ د تره او د هغه د زامنو، موږ خویندو ورور ته وویل چې یو څه ولاړ شه مسافري دا خلک به خدای نخواسته څه درباندې وکړي، ورور چې مو د ایران سفر ته ملا وتړله په هغه ورځ زما د تره زامن هم تر ماښام پوري ورک وو نن چې ته زموږ کور ته راغلی وې سهار وختي زما د تره په کوټه د هغه او د زامنو ډېر شور او جنجال وو، زه نږدې ورغلم تره مې خپلو زامنو ته غوسه دی او وایي چې ګلاب باید تاسې چېري تر خاورو لاندې کړی وای سپرغې ته مو ولې ور اچوو، اوس که دا خبر شي. انجلۍ شېرمحمد ته په ژړا کې دا ټوله کیسه تېروي او بیا د سیند خواته منډه اخلي غواړي ځان وژنه وکړي، شېرمحمد یې مخنیوی کوي او زارۍ ورته کوي چې داسې مه کوه. بلآخره د انجلۍ تره او د تره زامن سیند ته نور په رانږدې کېدو دي، شېرمحمد انجلۍ ته وایي چې په لحاظ د خدای راځه له دې ځایه ولاړ شو که دا خلک راورسېدل ما هم وژني تا هم وژني زه یو غریب سړی یم یوه مور او ورور لرم د هغوی سرپرست یم. انجلۍ شېرمحمد ته شرط ږدي او ورته وایي چې زما د واده شوې خور کور په هرات کې دی مابه هرات ته رسوې، شېرمحمد ورته وایي چې زه ډېر غریب سړی یم، یوه روپۍ نه لرم، انجلۍ ورته د لاس بنګړي ښکاره کوي او وایي چې دا څلور د سرو زرو بنګړي لرم څلور واړه یې ستا خو ما ورسوه، شېرمحمد هم ورسره مني.

انجلۍ او شېرمحمد له دې ځایه یوې نږدې زړې ړنګي شوې کوټې ته منډه اخلي او هلته پټېري تر څو د انجلۍ تره او د تره زامن له دې ځای ولاړ شي او دوی بیا وتښتي. په کوټه د شېرمحمد انجلۍ ته پام کېږي ډېره ښکلې او جزابه پېغله ده، برعکس شېرمحمد ډېر بدرنګ دی. تره او د تره زامن د سیند په غاړه یوې بلې خواته ځي د انجلۍ د پښتو څپلکي پیدا کوي او فکر کوي چې انجلۍ ځان وژلی دی بېرته د کلي پخوا روانېږي، شېرمحمد او انجلۍ منډه اخلي او بسته یو ورځ پیاده مزل کوي، شېرمحمد او انجلۍ د شېرمحمد کور ته رسېږي هلته د شېرمحمد مور له د انجلۍ په لیدو بې هوشه کېږي او فکر کوي چې شېرمحمد د ځان لپاره راتښتولې، شېرمحمد مور ته کیسه تېروي او ورته وایي چې له ما بدرنګ څخه څوک څه بلار غواړې په خپل کلي کې په بدرنګ او سپنګور مشهور یم، نه ښایسته یم، نه مالداره یم، نه بله کومه خانه لرم چې انجلۍ راسره راوتښتي نن یې وختي هراته ته وړم، د خور کور یې په هرات کې ده د شېرمحمد کلیوال د شېرمحمد په کور کې ښایسته انجلۍ ویني او شېرمحمد ته کور ته راځي ترڅو سپیناوی ترې وغواړي، شېرمحمد چې مجبور شوی کیسه یې ورته کړې، کلیوالو ترټلی او ورته ویلي یې دي چې دا خلک به خامخا درپسې راځي پردۍ انجلۍ دې راوستې او هرات ته یې بیایې خپل کلي ته دې بدي راوړه، ګوره دا به درته ښه نه شي دا کار به دې نه کاوو؛ خو شېرمحمد د کلیوالو د خبرو پروا نه کوي، سهار وختي له کلي د غزني ښار ته راونېږي، هلته د انجلۍ یو بنګړی خرڅوي او په هماغه پیسو بیا د غزني له ښار څخه هرات ته روان شو. په لاره کې له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي، شپه ورباندې راځي او مسافرخانې ته ورځي مسافرخانه کې له شېرمحمد څخه د نوم د پلار نوم پوښتنه کېږي ترڅو د هغوی له اصولو سره سم د هوټل په کتاب کې یې ثبت کړي شېرمحمد خپل معرفت ورته وایي بیا یې شېرمحمد ته ویلي چې دا درسره زنانه څوک ده شېرمحمد ورته وایي ښځه مې ده د هغې د نوم پوښتنه ترې کوي شېرمحمد چې ساده سړی دی د ریسپشن مدیر ته په غوسه کېږي د رسپیشن مدیر ورته وایي چې غوسه کېږه مه دا اصولو دي په هره مسافرخانه کې غوښتل کېږي، شېرمحمد چې د انجلۍ نوم یې زده وو ورته ویلی دی خو د انجلۍ د پلار په نوم کې ورته نښتی له دې سره سم د ریسیپشن مدیر امنیت ته خبر ورکړی شېرمحمد او انجلۍ په نیمه شپه له هوټل تښتېدلي او منډه یې اخیستې په لاره کې یوې باران او ساړهٔ پرې ډېر شوي یوې نانوایي ته ننوتي شپه یې په ننوایي کې سبا کړې سبا هرات ته رسېدلي. هرات کې انجلۍ ته د خپلې خور کور مالوم نه دی فقط دومره پوهېده او خور یې ورته ویلي وو چې د دریو منارونو له څنګه زموږ کور ته دی، دوی هماغه دریو منارونو ته ځي او په سلګونه منارونو کې د خپلې خور کور پسي غواړي خو له سهار تر ماښامه یې کور نه دی پیدا کړی، انجلۍ خپه او وارخطا ده خو شېرمحمد ورته وایي چې ته اندېښنه مه کوه زه به ستا د خور کور پیدا کوم تر هغه وخته زه نه درڅخه ځم، په سبا بیا د ښار په کوڅو کې ګرځي انجلۍ د خپل اوښي نوم زده دی د محمدحنیف په نوم پوښتنه کوي، ډېر ګرځېدلي بلآخره د انجلۍ په یو موټر کې په خپل اوښي سترګې لګېږي او شېرمحمد ته په لوړ اواز غږ کوي چې هغه دی اوښی مې، شېرمحمد په موټر پسي منډه اخلي تر ډېره ځایه په دې موټر پسي ځي

موټر یې دومره صحیح کړی چې یوې کوڅې ته ننوتی، شېرمحمد بېرته د انجلۍ خواته راځي او انجلۍ ته ډاډ ورکوي چې ته بېغمه شه کور مې پیدا کړ، دواړه هماغې کوځې ته ځي په کوڅه کې لس کورونه دي، شېرمحمد ورته وایي چې په دې لسو کورنو کې خامخا یو ستا د خور کور دی، په کوڅه یو کس څخه پوښتنه کوي او د محمدحنیف (د انجلۍ د اوښي) د کور پوښتنه ترې کوي، هغه مخامخ دروازې ته لاس نیسي ورته وایي چې دغه د محمدحنیف کور دی، انجلۍ او شېرمحمد دواړه خوشحاله کېږي، انجلۍ چې د شېرمحمد په ملتیا مېړانه د خپل اوښي تر کور پوري رسېږي انجلۍ شېرمحمد ته خپل درې د سرو زرو بنګړي ورکوي؛ خو شېرمحمد انکار کوي او وایي چې ته ما ددې لپاره نه یې راوستې زه هیڅکله له تا دا بنګړي نشم اخیستلی او د انجلۍ له بنګړو اخیستلو انکاري کېږي. یوه شېبه دواړه سره ولاړ دي شېرمحمد انجلۍ ته په غلي غږ او زړه نا زړه وایي یوه خبره درته وکم، انجلۍ وایي ولې نه، شېرمحمد شرمېږي د خپل زړه خبره نشي ورته کولای او ورغبرګوي چې هیڅ هم نه. انجلۍ شېرمحمد ته وایي زه یوه خبره درته وکم؟ شېرمحمد د هو په بهانه سر خوځوي انجلۍ ورته وایي ته ډېر ښه یې له دې خبرې سره د شېرمحمد په سترګو کې اوښکې راځي…

پای


Comments

Share with your friends:

reply