Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-06-04 12:02:42 by Shabnam Khan

#کتاب نوم:فیض محمد کاتب 

#لیکوال : نصیر احمد احمدی

یاد کتاب په پښتو ژبه ، روان او خوندور نثر ، د ښاغلی احمدی په ښکلی قلم لیکل شوۍ ده، څی پکی له ګڼو تاریخی ماخذونو استفاده شوۍ ، او کتاب به دغه په هیواد مین ، علمی شخصیت، او نابغه خپلو هیوادوالو ته په ښه توګه وروپیژنی.

کتاب ۶۰ مخه لری چی په ۶ څپرکو ویشل شوی.

۱- بوډا او شنی لښتی

دی څپرکی کی د کاتب د ژوندانه ترخی خاطری چی بچه سقاو په لښتو په ډیره بی رحمۍ شکنجه کړ او بیا له همدی شکنجی و مړ، بیان شوی .

۲- په تنګه دره کی څو خړ کورونه.

دی څپرکی کی د کاتب د ژوند لومړۍ شپی ورزی

پیدایښت ، ابتدایی زدکړی او د کورنۍ په اړه یی ډیره کره توضیحات ورکړل شوی دی. 

۳-د غزنی له ناوره د عراق تر نجفه.

په دی څپرکی کی د نابغه کاتب علمی شخصیت ، علمی سفر او د زدکړو برخی ته کتنه شوی ده څی ، لبتدایی زدکړی یی له غزنی پیل او د عراق په نجف کی پای ته رسولی .

۴- د دربار لار.

په دی څپرکی کی د کاتب د ژوند یو نوی سفر بیان شوی او دا پکی په ډاګه شوی چی کاتب څنګه په دی نوم و نومول شو او څنګه یی دربار ته لار و مونده او هلته کاتب شو.

۵-سیاست

دی څپرکی کی نو بیا د ښاغلی کاتب نبوغ او سیاسی بسیرت ته زانګړی توجه شوی ده ، دا څی څنګه یی مشروطه غوښتونکو ټولګۍ برابر کړ د دربار له منځه یی د شاهی دیکتاتوری نظام په مقابل کی غږ پورته کړ او عبدالرحمن خان څنګه او ړلی له زندان څخه بیرته خوشی کړ.

۶- لیکوالی

د نابغه کاتب د کتابونو په اړه

 تحفه الحبیب

سراج الاخبار

سراج التواریخ

تذکر الانقلاب

فیضی از فیوضات

نژاد نانه افغان

تاریخ عصر امنیه

د خبر په بڼه

ورک اثار

#اوریا


Comments

Share with your friends:

reply