Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-06-04 11:40:54 by Shabnam Khan

لا تحزن - مه خپه کېږه!


دا کتاب یو څېړنیز او په زړه پورې کتاب دی، موضوع یې دانساني ژوندانه هغه ستونزې او اندېښنې دي، چې انسان د بدپالۍ، رنځ، اریانتیا، بې باورۍ، زړه تنګۍ او نا امیدۍ پشان له رواني ناروغیو سره مخ کوي، که ووايم د ارواپوهنې په ډګر کي يو بېسارى کتاب دى.


دا کتاب د الهي وحې په رڼا، دسنتو په لار ښوونه او د انساني سلیم فطرت د غوره تجربو، ژوندیو بېلګو، په زړه پورې کیسو او د زړه راښکونکي ادب په رڼا کې د زمانې دستونزو دهواري په زړه پورې لارې چارې درښیي، په دې کې د اصحابو کرامو له ویناوو، دتابعینو له نصیحتونو، دنوموتو شاعرانو له غوره شعرونو، د نامتو طبیبانو له غوره وړاندیزونو او د ساینسپوهانو له لار ښوونو نه پکې ګټه اخیستل سوې. 


دا کتاب د هغو خلکو له پاره لیکل سوى چې له ستونزو او اندېښنو سره لاس او ګرېوان دي.

بل په دې کتاب کې به قرآني آیتونه، حدیثونه، شعرونه، عبرتناکې کیسې، ګټورې نکتې او بېلګې ستاسې مخې ته راسي او پر دې سر بېره پکښې د تجربه کارو دهغو نسخو لنډیز موندلای سئ چې د ماتو زړونو، غمجنو نفسونو او داندېښمنو روحونو له پاره یې وړاندې کړي دي.


لنډه به دا ووايم؛ چې ددې کتاب ويل پر هر انسان فرض ده.


#Bashir_Ali_Khan


Comments

Share with your friends:

reply