Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-05-10 05:54:19 by Sikaraam Oraganization

د يوې ځوانې نجلۍ خاطرې

هسې خو د کتابونو په اړه دا خبره ډېره مشهوره ده، چې هر کتاب په يو ځل لوستلو ارزي.

خو ځينې کتابونه داسې وي چې انسان بېخي زیات تر خپلې اغېزې لاندې راولي او د ژوند په بېلا بېلو معناوو یې پوهوي.

د یوې ځوانې نجلۍ خاطرې کتاب کې انسانیت، زړورتیا، د ستونزو پر وړاندې مبارزه، هیلې، د نېکمرغه ژوند د راتلو لپاره هڅې او د نجونو او ښځو لپاره دا پیغام چې که هر څومره سختۍ په ژوند کې ولري بیا هم ډېر څه کولای شي.

د یوې ځوانې نجلۍ خاطرې کتاب لیکواله ان فرنک ده، چې له خپلې کورنۍ سره د هټلر او نازیانو له ظلمه په تېښته وه. له ډېر کړاو او ظلم ګاللو وروسته د ختیځ المان په برګن بالسن کې په ۱۵ کلنۍ کې مړه شوه. د هغې خاطرې د هټلر او نازیانو د ظلمونو په اړه لیکل شوي.


ان فرنک د کتاب په یوه برخه کې لیکي: (زه په زړورتیا سره ګام اخلم، پوهېږم چې ښځه یم، له زړورتیا او قوت سره که خدای ژوندۍ وساتلم، نه پرېږدم چې غږ مې چوپ شي، له دې تنګ ځایه به وځم او د انسانیت لپاره به کار کوم، پوهېږم مېړانه او له ځانه تېرېدل د بریا لپاره اړین او دوه لومړني عنصره دي.)


بل ځای ان فرنک لیکي: ځینې وخت فکر کوم چې خدای مې ازمویي او په راتلونکې کې به مې امتحان کړي.

باید خپله په یوازې ځان ښه انسانه شم، له هېڅ الګو او د چا د خبرې له اورېدو پرته، ښایي وکولای شم تر ټولو ټینګه انسانه شم.

له ما پرته څوک کولای شي یوه ورځ دا لیکونه ولولي؟ څوک به مې له ما پرته ارامه کړي؟ ځکه زه ډېری وخت ارامښت ته اړتیا لرم.

ځینې وخت دومره ناتوانه کېږم چې له ځانه ناراضه شم. 

دې موضوع ته مې ښه پام دی، د همدې لپاره هره ورځ کوښښ کوم چې ځان اصلاح کړم.

د کورنۍ په چلند کې زما پر  وړاندې هېڅ نظم نشته. یوه ورځ ان فرنک ډېره هوښیاره ده او کولای شي هره خبره واوري؛ خو بله ورځ ان فرنک یوه ژبوره نجلۍ ده، چې په ډېرو شیانو نه پوهېږي.

زه اوس د کورنۍ نوزېږې ماشومه نه یم چې په هر کار یې ټول وخندوي.

زه خپل باورونه، نظرونه او خپل پلانونه لرم؛ خو نه شم کولای هغه په ډاګه ووایم.

اه! کله چې د شپې یوازې وم، خبرې مې بیا ذهن کې ژوندۍ کېږي، البته د ورځې په لړ کې دا ټولې خبرې په خپل فکر کې پخوم. د هغو کسانو په هکله خبرې چې غوسه کوي مې او خبرې مې بدې ګڼي؛ خو زه مجبوره یم چې هغوې وزغمم. د همدې لپاره په وروستۍ مرحله کې د خاطرو کتابچې ته پناه ور وړم. دا کتابچه مې هر څه ده، ځکه کېټي تل پراخه سینه لرلې. هغې ته قول ورکوم چې کار به کوم، ځانته به یوه لاره ومومم او د اوښکو مخه به مې ونیسم. ډېر غواړم چې هڅې مې پایله ولري او یو ځل مې هغه څوک وهڅوي چې پرې ګرانه یم.

زما په هکله ناسم قضاوت مه کوه او پوه شه چې ځینې وخت مې زړه ډک وي.


د یوې ځوانې نجلۍ خاطرې کتاب درته ډېرې کیسې کوي، هغه کیسې چې له ډېرو سره به تاسو هم په ژوند کې مخامخ شوي وئ.


Comments

Share with your friends:

reply