Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-05-07 04:27:45 by Sikaraam Oraganization

«سینوهه»؛ د ښې ژباړې ښه بېلګه

سینوهه د لرغوني مصر د یوه فرعون «اخناتون» خاص طبیب و. ده له میلاد څخه ۱۳۵۰ کاله مخکې، پر پاپیروس خپلې خاطرې لیکلې وې چې وروسته بیا د کیندنو پر مهال د لرغونپوهانو لاس ته ورغلې. فنلندي میکا ولتاري د همدغو خاطرو او نورو مطالعاتو له مخې یو لوی په زړه پورې تاریخي ناول ولیکه چې راوي یې سینوهه دی. په دې ناول کې د لرغوني مصر او شاوخوا سیمو د وګړو، دولتونو، سیاست، اقتصاد، کلتور، هنر، خدایانو، جنګونو او سولو په اړه داسې څه لولو چې د لرغون پېژندونکو څېړنو هم تایید کړي دي.
دا کتاب چې ښاغلي ډاکتر محمد عیسی ستانکزي ژباړلی دی، د غټې کچې ۸۹۴ مخونه لري خو زه یې په لوستلو ستړی نه شوم. څوک به وايي چې دا خو به د اثر د لیکوال کمال وي چې خپل ناول یې ښایسته لیکلی دی، یا به دا وايي چې موضوع یې په زړه پورې ده، تلوسه لري ... او نور دلیلونه به یاد کړي. د دوی دلیلونه به سم وي خو که ژباړونکي سم او په خوږه روانه ژبه نه وای ژباړلی، زه به یې لوستلو ته نه شوم ټینګېدای.
څلور – پنځه کاله مخکې د پکتیا پېژندنې سیمینار ته تللی وم. د سیمینار په ویاړ څو مهم کتابونه چاپ شوي وو. په دغو کتابونو کې د فلسفې او لرغونپېژندې کتابونه هم وو چې زما د خوښې موضوعات دي خو د دغو کتابونو د څو مخونو په لوستلو سره دومره ستړی شوم چې بیا مې یې تر ننه مخ هم نه دی کتلی ځکه چې ژباړونکو خراب ژباړلي وو.
ښاغلي ستانکزي د سینوهه په ژباړه کې دومره خوندوره ژبه کارولې ده چې ان اوږدې جملې یې هم سړی په یوه ساه لوستلی شي او په لوستلو کې یې ستونزه نه احساسوي، لکه دا : «د انسان یو شی هېڅکله نه بدلېږي او هغه د ده ناپوهي ده. که یو لک کاله وروسته کوم انسان پیدا شي، نو زموږ د وختو انسان او هغو انسانانو په شان به ناپوه او تېروتی وي چې تر موږ مخکې یې د اهرامونو د جوړېدا په وخت کې ژوند کاوه.»
د محتوا په لحاظ دا کتاب کمساری دی. د دې کتاب لوستل د لوستونکي معلومات زیاتوي، لید یې پراخوي، د انسان په پېژندنه کې ورسره مرسته کوي او په رازونو یې خبروي. که چا د حضرت یوسف په اړه جوړ شوی ایراني سریال کتلی وي او بیا دا کتاب ولولي، ورته جوته به شي چې ایرانیانو د سریال به جوړولو کې له دې کتاب څومره استفاده کړې ده. دوی ان ځینې نومونه، ځینې خبرې او مقولې او ځینې پېښې له دې کتابه راخیستي دي چې زما په نظر سمه جعلکاري یې بللی شو.
سره له دې چې ښاغلي ستانکزي د کتاب پر ژباړه ډېر زیار ایستلی او د خپرندوی «دانش خپرندویه ټولنه» په وینا پنځو تنو تکړه لیکوالو د دې کتاب پروف لوستی دی خو لا یې هم املايي او انشايي تېروتنې کمې نه دي. مثلاً: «... کله دغه کتاب ژباړم کوم په خپله د هغه ستاینه وکړم.»، «... د فرعونیانو لومړنۍ لړۍ پر دغه هیواد کې حکومت کاوه.»


Comments

Share with your friends:

reply