Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-05-07 04:21:03 by Sikaraam Oraganization

په کابل مجله کې د پوهاند محمد حسن کاکړ ژباړې

نوټ: د پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ دغه مقالې په یوه ټولګه کې ترتیب شوې وې او ما ته د سریزې د لیکلو لپاره رالېږل شوې وې خو نه پوهېږم چې بیا چاپ شوې که نه.
په دې ټولګه کې هغه مقالې دي چې پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ د څوارلسمې شمسي هجري پېړۍ په څلورمه لسیزه کې ژباړلې او د کابل مجلې په مختلفو ګڼو کې خپرې شوې وې.
ژباړه هغه پول دی چې د مختلفو متلونو او فرهنګونو د تفکر او تخیل جزیرې سره نښلوي. پر دې پله د راکړې ورکړې اندازه برابره نه وي. د افغانستان په شان وروسته پاتې هېوادونه څنګه چې په تجارت کې منفي بېلانس لري یعنې صادرات یې تر وارداتو خورا ډېر کم دي، د فکري تولیداتو په برخه کې هم خوار دي. دا هېوادونه مجبور دي چې ډېر څه وارد کړي او دا کار په ژباړه کېږي. ژباړونکي هغه ګاډي دي چې له بډایو ټاپوګانو څخه فکري محصولات خپل هېواد ته چلوي. خوار هېوادونه د ژباړونکو په شمېر کې هم خوار وي او خورا لږ کسان په کې پیدا کېږي چې د ښې ژباړې مهارت ولري نو دا چې دوی خپله انرژي د څه شي په ژباړلو لګوي، ډېره مهمه خبره ده.
کله چې د چا ترجمې تلو، د «څه» او «څنګه» په کاڼو به یې تلو. «څه» چې ژباړن د ژباړلو لپاره غوره کړي دي، زموږ کوم درد دوا کوي؟ او دغه «څه» یې څنګه ژباړلي دي؟ ژباړه یې سمه، روانه، واضحه، ښکلې او د مقصد ژبې په ګرامري قواعدو برابره ده؟ دا هغه پوښتنې دي چې د هرې ژباړې د ارزولو پر مهال یې باید ځوابونه ولټوو.
دغه مقالې چې کاکړ صاحب ژباړلې دي، له شعر او داستان څخه رانېولې، تر تاریخي، سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو مسایلو پورې مختلف موضوعات رانغاړي. د ژباړلو لپاره دغه غوره شوې موضوع‌ګانې زموږ د ټولنې لپاره څومره مناسبې وې؟ د دې پوښتنې ځوابول سخت دي ځکه چې له هاغه زمانې شپېته اویا کلونه تېر دي او موږ پوره نه پوهېږو چې د هاغه زمانې افغانانو څه شي ته ډېره اړتیا درلوده.
نو د «څنګه» کاڼی به را واخلو او وبه ګورو چې پوهاند کاکړ دغه مقالې څنګه ژباړلې دي. ځینې مقالې دومره خوږې او روانې ترجمه شوې دي چې ته وا ژباړې نه دي، بلکې په پښتو کې تولید شوې دي. دلته به یې څو بېلګې وګورو:
«کله چې موږ د تاريخ پاڼې اړوو را اړوو او يا جاري پېښې تر نظره تېروو؛ ماته کله کله داسې معلومه شي چې هغه ولسونه چې زيات سره پېژني؛ زيات جنګ کوي. هغه هېوادونه چې په اروپا او اسيا کې يو د بل په څنګ او يو د بل ګاونډي دي؛ يو په بل [پورې] زيات نښلي او په داسې حال کې چې دوی يو بل پوره پېژني، د دوی دغه پېژندګلوي د زياتې همکارۍ سبب کېږي نه.»
«معارف د فرد او جامعې، د شخص او خدای په منځ کې د اتصال کړۍ ده. معارف د روح ګاڼه او د عقل غذا ده. معارف هغه صنعت دی چې د شخص د لوړوالي سبب ګرځي او ټول هغه شيان در ښيي چې د خلقت اصلي هدف او مرام ګڼل کېږي.»
«په طبیعي او تاریخي عملیاتو کې تل نویتوب او انکشاف شته. همېش نوي څه زېږي او انکشاف کوي. داسې هم ځینې څېزونه خواره واره شي او پسې مړه شي.»
په دې ژباړو کې ځینې جملې ولسي ژبې ته ډېرې نژدې دي یعنې تکلف او تصنع په کې نشته او سړي ته داسې خوند ورکوي لکه پیتاوي ته چې ناست وي او د یوه کلیوال سپین ږیري خبرو ته غوږ وي. څو مثالونه یې دا دي:
«نتیجه دا شوه چې د هند زیاتې پیسې د دوی په لاس شي او په فابریکو، بانکونو او شرکتونو کې يې بندې کړي»
د ولس په ژبه کې «د پیسو بندول» عامه محاوره ده. که څوک اوس دا جمله له بلې ژبې را وژباړي، کېدای شي ولیکي چې «پر فابریکو، بانکونو، او شرکتونو یې پانګونه وکړه» یا «پیسې یې په فابریکو ... ولګولې» چې تر دې دواړو هماغه پورتنۍ جمله ښه لګېږي.
«د بېرته ودانولو مسایل يې لا پسې انجړ او مشکل کړل.» «... او هلته د هغوی ټول انجړ بنجړ حال او دارايي ورښيي.»
«انجر بنجړ» د ګډوډ ښه معادل دی چې د خلکو په ژبه کې شته خو لیکوال یې چندانې نه لیکي. که د ولسي ژبې داسې کلمې او عبارتونه په لیکلو کې عام شي، لیکنۍ ژبه به مو لا ښکلې او د تکرار بې خوندي به کمه شي.
«دا به د دایمي سولې لپاره یو ټینګ بېخ کېږدي.»
په دې جمله کې «بېخ» د «بنسټ/ بنیاد/ اساس» په معنا خو تر هغوی لا خوندوره کلمه ده. د انتون چیخوف د کیسې په ژباړه کې داسې جملې هم کمې نه دي: «وروسته چې ګاډۍ وان کنځلو ته پیل وکه او اس یې بیا یوه شالخه کش که» دلته د «وکړ» او «کړ» پر ځای «وکه/ که» راغلې دي. که دا کار د مکالمو په ژباړو کې وکړو، مناسب به وي خو د روایت په برخه کې نه.
د دې ژباړو بل کمال دا دی چې کاکړ صاحب ځینې داسې کلمې هم کارولې دي چې د ده په خپله لهجه کې نشته خو په نورو لهجو کې عامې دي، لکه په دې جمله کې د «وبرېښېده» کلمه چې د خوست او پکتیا د ولسونو په لهجو کې د «ښکاره شوه/ معلومه شوه/ څرګنده شوه» په معنا کارول کېږي: «د هغه ستوري لکۍ دوی ته د جزا د ډانګ په څېر وبرېښېده.» کلمې که له هرې لهجې را اخلو، باک یې نشته خو ګرامر به معیاري کاروو. په دې مقالو کې داسې جملې ډېرې کمې دي چې کاکړ صاحب دې معیار تر خپلې لهجې ځار کړی وي، لکه «هر راز مخالفت به له ډېرې بېرحمۍ سره مخامخ کېدو.» چې د «کېده» پر ځای «کېدو» لیکل شوې ده.
«پایېدل» ګلالی فعل دی خو په لیکنو کې چندانې نه تر سترګو کېږي. د کاکړ صاحب په دې جمله کې یې خوند وڅکئ: «د تفکر دغه ابتدايي طرز په حقيقت کې زموږ تر مهاله پورې پايېدلی دی.» د اوسنو لیکوالو په جملو کې د دې فعل پر ځای معمولاً «دوام کړی دی/ دوام موندلی دی» وینو، خو «پایېدلی دی» تر هغوی لنډ او ښایسته دی.
د ځینو مشتقو او مرکبو کلمو اوسنۍ بڼې نورې دي خو د کاکړ صاحب په لیکنو کې په بله بڼه راغلې دي، لکه «ماشومتیا»، «پانګه‌ور»، او «تلنلار» چې زموږ سترګې او غوږونه یې له دغو بڼو سره ډېر آشنا دي: «ماشومتوب»، «پانګه‌وال»، او «تګلاره».
همدارنګه پوهاند کاکړ «منل» د «زغمل» په معنا کارولی دی چې فکر کوم د تنوع لپاره ښه ده چې موږ یې هم کله کله وکاروو. په دې جمله کې «منل» ښه لګېدلی دی: «رسۍ د معین وزن طاقت لري او په هېڅ وجه تر نامعین حده پورې وزن نشي منلای، ځکه چې په یوه خاص حد کې شلېږي.»
خو تر دې کمالونو ورهاخوا، د کاکړ صاحب په ژباړو کې یوه نیمه ستونزه هم شته چې څو مهمې به یې دلته یادې کړو:
سره له دې چې د کاکړ صاحب په ډېرو جملو کې یې د ولسي ژبې خوږلت شته، خو په ځینو ځایونو کې یې د ولس ژبه هېره کړې ده. ده «فابریکه داران» لیکلي دي، حال دا چې عام پښتانه یې «فابریکووالا» بولي. د «وال» او «والا» روستاړي په پښتو کې عام دي خو اوس یې پر ځای په اکثرو لیکنو کې «لرونکی/ لرونکې» کارول کېږي چې د فارسي «دار» تحت اللفظي ترجمه برېښي.
په ځینو نورو جملو کې هم د فارسي ژبې اغېز جوت دی، لکه:
«د شولو زوښولو د لومړي ځل لپاره په هند کې رواج موندلی و.» ـ «دا عملیه د وریجو ځینو انواعو ته اختصاص لري.» ـ «د سرو شګو د استعمال تخنیک په هندوستان کې زیات رواج لري.» ـ «په قفقاز کې یې د جیورجیاګورین قبیله اوس هم په کار وړي.» ـ «په ټولو سیمو کې یې د آبي پایکوګانو متحد شکل د هغو له تاریخي ارتباطاتو نه حکایت کوي.» ـ «موږ د يوه سين په غاړه ناست يو، ځانو ته لمر ورکوو.» « تورې تورې غونډۍ به په نظر راتلې» ـ «سمدلاسه بې ځانه شو او ساه یې وخته»
«زوښول = جوش دادن» ته په پښتو کې «اېشول» لرو. «رواج موندلی و» د فارسي «رواج یافته بود»؛ «... ته اختصاص لري» د فارسي «به ... اختصاص دارد.»؛ «په کار وړي» د فارسي «به کار میبرد»؛ «... نه حکایت کوي» د فارسي «از ... حکایت میکند»؛ «لمر ورکوو» د فارسي «آفتاب میدهیم»؛ «په نظر راتلې» د فارسي «به نظر میامدند»؛ «بې ځانه شو» د فارسي «بی جان شد» ټکی په ټکي ترجمې دي چې په پښتو کې ښه نه لګېږي. سره له دې چې دغه مقالې له انګلیسي ژبې ترجمه شوې دي، نه له فارسي، خو بیا هم د فارسي ژبې له منفي اغېزو پاکې نه دي.
همدارنګه په ځینو جملو کې د انګلیسي جملو اغېز وینو، لکه دا: «دلته به احتمالاً هغه ځای ته ګوته نیوله کېږي کوم چې ...» ـ «د عساکرو له هغو لوړو صاحب منصبانو سره په ګړېدلو پیل کوي، له کومو سره چې ده په مسکو کې پېژندنه لرلې وه.» دلته «کوم چې» د انګلیسي «which» او «له کومو سره» د «with whom» ناسمه ترجمه ده.
په ځینو جملو کې مفهوم واضح نه دی او سړی پوره مطلب نه شي اخیستلی. زه مطمین نه یم چې دا به د ژباړې نیمګړتیا وي، که د هغه چا چې دا مقالې یې پخوا یا اوس له سره ټایپ کړې دي. پوهاند کاکړ دقیق لیکوال و او د ده په آثارو کې معمولاً له داسې ستونزې سره نه مخامخ کېږو، همدارنګه د همدې ټولګې ګڼې مقالې د وضاحت په لحاظ هېڅ عیب نه لري، نو دوهم ګومان به سم وي. په هر حال، دلته به څو داسې جملې راوړم چې رسا نه دي: «په هره هغه لاره چې به ژرنده له غرب نه شرق ته تللې وي، د پایکو لار په مرکزي آسیا وه، بې له دې چې د پایکو د اختراع لومړنی او اصلي ځای معلوم شوی وي.» ـ «د دوی ټولو تبصرې د هغه لارښوونکي رول پېژندنه ده، کوم چې روسي ادب د نولسمې پېړۍ په دوهمې نیمايي کې د اروپا په کولتور کې لوبولی دی او هغه وخت چې روسیه د انقلابي نهضت په مرکز بدله شوې وه.» ـ «تولستوی د احساس جزئیات د انځور موضوع وګرځوله، د شخصیت روحي موجودیت یې په میدان کې لوڅ کړ.» ـ «دا احصائيه د هغو تاوانونو یو تفریحي تخمین دی، کوم چې په دې جنګ کې انسانانو ګاللي دي.»
په دا بله جمله کې د «first world war» عبارت «د نړۍ لومړۍ جګړه» ترجمه شوی دی، حال دا چې معنا یې ده «لومړۍ نړیواله جګړه» ده: «(۱۹۱۴م) کال به خپل خاص اهمیت تر ډېرو مهالونو وساتي؛ ځکه چې په دې کال کې د نړۍ لومړۍ جګړې سوځونکې سرې لمبې جګې شوې او په زرګونو انسانان او ځوانان يې له ژوندانه څخه محروم او نېست کړل.»
ژباړه ډېرې باریکۍ لري، ډېر دقت او زیات ظرافت غواړي. د پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ پر ګور دې نور وي چې داسې حساس او مهم کار ته یې اوږه ورکړې وه او تر خپلې وسې پورې یې وطن ته خدمت کړی و.
محب الله زغم
۶ فبروري ۲۰۲۱


Comments

Share with your friends:

reply