Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-05-07 04:17:12 by Sikaraam Oraganization

زموږ اتلان

«هڅه او بریا» د اتلانو کیسې دي. اتل څوک دی؟ هر څوک چې د ژوند له ستونزو سره مبارزه کوي، سختیو ته نه تسلیمېږي، خپلو موخو ته د رسېدو له پاره هڅه کوي او تر بریا پورې ځان رسوي، هغه اتل دی. دا اتلان په هر ځای او په هر وخت کې شته خو زموږ له سترګو پټ پاتې دي. موږ ګومان کوو چې اتلان یوازې هغه خلک دي چې په ملي یا نړۍواله کچه پېژندل شوي سیاستوال، چارواکي، پوځي قوماندان، رهبر، پانګوال، یا فلمي او ورزشي ستوري دي. یعنې اتل هغه کس ګڼو چې نوم، شهرت، مقام او/ یا شته یې ګټلي وي؛ خو زما په فکر هر څوک چې ستونزو ته ماتې ورکوي او خپل ژوند، ان که د خلکو په باور وړوکی ژوند هم وي، سمبالوي، هغه اتل دی.
په دې اثر کې، قدرمن حبیب وقار خپلې ټولنې ته سترګې غړولې دي او د خپلې سیمې له شَل محمد عارف څخه رانیولې، د ګویتې انسټیټوټ تر عمومي مشر، محمد ابراهیم هوتک پورې یې بېلابېل اتلان موندلي دي. دغه ژوندکیسې، لکه لویو هنري داستانونو یا فلمونو له داسې صحنو ډکې دي چې د سړي اوښکي بهوي، د خوښۍ داسې پېښې لري چې د سړي زړه ورته باغ باغ کېږي، د ایثار، فداکارۍ، مبارزې، د ښېګڼو او انساني عاطفې داسې اعلی نمونې لري چې موږ په دې باوري کوي چې انسانیت لا ژوندی دی، هوډ مړ شوی نه دی، هیلې لا هم ساه باسي او ټولنه مو له ښو انسانانو ډکه ده. دا خبره مشهوره ده چې د هر بریالي سړي تر شا د یوې ښځې لاس وي. په دې واقعي کیسو کې داسې ډېرې نمونې وینو چې کومه مور، ترور یا بله ښځه د یوه اتل لاس نیولی او تر بریا یې رسولی دی.
سربېره پر دې چې د دې کتاب محتوا ډېره عالي ده، د قدرمن حبیب وقار هنر هم په کې ځلېږي. د ده خوږ، ښایسته، روان نثر، تصویري جملې، کافي تلوسه، د کیسو د بیان مختلف طرزونه، دا کتاب د هنري اثر مقام ته پورته کوي. زموږ په ټولنه کې ممکن هر څوک له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان وي خو دغه ستونزې د نجونو او مېرمنو له پاره څو ځله زیاتې دي. په وطن کې مو د بریالیو مېرمنو کمی نشته او هره بریالۍ مېرمن مو د اتلولۍ یوه کیسه لري خو وقار صاحب یوازې د اغلې محمودې تقوا د ژوند کیسه راته کوي. زما په نظر د ډېرو نورو مېرمنو کیسې یې هم باید راخیستې وای. بله دا چې په دې کتاب کې د هغو کسانو ژوندکیسې راغلې دي چې لیکوال له نژدې پېژندل. زما په نظر، د داسې کتابونو د لیکلو له پاره بهتره ده چې سړی ډېر ملګري وپوښتي چې نور بریالي کسان ور وپېژني.
د دې کتاب لوستل په انسان کې د مبارزې، هوډ او بریا ته د رسېدو حس پیاوړی کوي نو لوستل یې د هر چا له پاره لازم بولم، په تېره بیا تنکي ځوانان او پېغلوټې چې اوږد ژوند یې په مخ کې دی، له کتاب څخه د اتلولۍ لارې چارې زده کولی شي.
هیله مې دا ده چې ښاغلی وقار به دا لړۍ همدلته ختمه نه کړي، بلکې خپل دې ګټور، خوندور او هنري کار ته دوام ورکړي. زموږ په ټولنه کې د هغو کسانو کمی نشته چې په ډېرو خواریو یې ځانونه اتلولۍ ته رسولي دي نو له وقار صاحب څخه مې هیله دا ده چې د نورو بریالیو وګړو ژوندکیسې هم را ټولې کړي، په تېره بیا د بریالیو مېرمنو برخه په کې زیاته کړي چې زموږ هره نجلۍ له هغوی څخه الهام واخلي او ځانونه د بریا تر لوړو څوکو پورې ورسوي.
مینه او درنښت
محب الله زغم
۱۸، ۱۲، ۱۳۹۶


Comments

Share with your friends:

reply