Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-05-07 03:47:42 by Sikaraam Oraganization

نوټ: دا لیکنه مې د استاد درویش دراني د دې شهکار اثر تر لوستلو وروسته سم له لاسه کړې وه او نیت مې و چې د نثر پر ځانګړنو به یې مفصله مقاله لیکم خو دغه کار تر اوسه رانه پاتې دی او اوس «دپښتني ژوند کړه وړه» راسره نشته چې له ځان سره کړې ژمنه پوره کړم. کاش یو څوک دغه اثر ښه مفصل راوسپړي.

د پښتني ژوند کړه وړه
دا د قدرمن درویش دراني اثر دی چې په ۲۰۱۴ کې صحاف خپروندیې ټولنې چاپ کړی دی. لیکوال له په زړه پورې سریزې وروسته، خبره له اسطورې او اساطیري مفاهیمو پیلوي. څنګه چې اسطوره د انسان د ابتدايي ژوند تجربه ده او د هغو وختونو خبرې راته کوي چې انسان لا د طبیعت پر رازونو نه پوهېده او انسان له چاپېریال سره خپل اړیکي د همدغو اسطورو له لارې ټینګ کړي وو نو ښاغلی درویش هم د خپل کتاب پيل له اسطورې کوي. دی اول اسطوره راپېژني، د لرغوني یونان، روم، هند او چین په زړه پورې اسطورې معرفي کوي او بیا د پښتنو په فولکلور کې د اسطورو څرکونه راښيي. دی د پښتنو اساطیري مفاهیم له غربي هغو سره پرتله کوي چې ډېر په زړه پورې دي. مثلاً د باران په اړه چې کوم دود د پښتنو په منځ کې شته او دوی د لاډونګې په نامه نانځکه جوړوي، د یوې پېغلې په غېږ کې یې ورکوي او کور په کور یې ګرځوي، ورسره دا سندره بولي چې:
لاډونګه څه غواړي
لاډونګه کونډه ده مېړه غواړي
د آسمان خړې اوبه غواړي
د مځکې شنه واښه غواړي
لاډونګه یوه کاسه اوړه غواړي
په مالګه یې تروه غواړي
نجونې له کورونو اوړه او نور خوراکي شیان راټولوي، بیا یې په ګډه پخوي، مېله کوي او بیا لاډونګه (نانځکه) ښخوي. ښاغلی درویش دې سره د شرقي اروپا د خلکو هغه دود یادوي چې دې ته ډېر ورته دی.
وروسته بیا لیکوال دا مسأله راسپړي چې لرغونو قامونو خو ټولو اسطورې لرلې، خو ولې یونان د ایلیاد او اودیسې ادبي شهکارونه پيدا کړل او په فارسي کې شاهنامه ولیکل شوه خو په پښتو کې داسې څه ونه‌شول. بیا د پښتنو د تاریخي پړاو مختلفو پېرونو ته انتقادي تحلیلي کتنه کوي او د اوسني وضعیت په اړه یې خبره کوي. همدارنګه د پښتو او پښتنو د وروسته‌پاتې‌والي عوامل بیانوي.
د ښاغلي درویش دراني دغه اثر په څو لحاظه ډېر مهم دی:
یو؛ د کتاب ژبه بې تکلفه، روانه او خوږه ده او سړی یې په لوستلو داسې احساس کوي چې یو حکیم سپین ږیری په حجره کې ناست دی، ورته کیسه کوي.
دوه؛ نن سبا هرڅه په دومره چټکۍ سره بدلېږي چې د یوې ورځې خبره ممکن بلې ته پاتې نه شي. له کلیو څخه ښارونو ته د خلکو مخه کول، د جنګونو په وجه مهاجرتونه، د رسنیو زیاتېدل او د خلکو بوختېدل، هغه عوامل دي چې پخواني دودونه، کیسې او اسطورې په چټکۍ سره له ستوني تېروي. هغه څه چې تر موږ یو نسل مخکې دود وو، نن یې څرک په سختۍ سره لیدلی شو. ښاغلي درویش د خپل ماشومتوب د وختونو داسې د سترګو لیدلي حال او اورېدلې خبرې راخوندي کړي دي چې که دا کار یې نه وای کړی، د هغو د هېرېدو او ورکېدو امکان ډېر زیات وو. نو دې سره لیکوال یو ستر خدمت کړی دی. کاش چې د همدغو دودونو او اساطیري مفاهیمو په برخه کې لا نور کار هم وکړي او دغه بې‌سارې پانګه راوژغوري.
درې؛ درانی صاحب تاریخ بیانوي خو په انتقادي بڼه او د تاریخي پېښو په اړه خپل تحلیل لري. مانا دا چې د تاریخ وچ تکرار نه‌کوي. دی هڅه کوي چې له تاریخه د ژوند په ګټه کار واخلي، زموږ تېرې تېروتنې راپه‌ګوته کوي او په ګانده کې یې د مخنیوي لارې چارې را‌ښيي.
څلور؛ ښاغلی درویش درانی د یوه پښتون په توګه د پښتنو درد، غم، ستونزې او ربړې احساسوي خو د ځینو نورو برخلاف، د دې پرځای چې نور زموږ د بدمرغۍ لامل وګڼي، موږ خپلو نیمګړتیاوو ته متوجه کوي او له دې حالته د راوتلو حل‌لارې راښيي.
دا کتاب ولولئ، مطمین یم چې تر دې ډېرې خوبیانې به کې پیدا کړئ.


Comments

Share with your friends:

reply