Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-05-04 10:40:54 by Shabnam Khan

ځان_مه_تباه_کوه دغه کتاب یو د ډیرو ښو کتابونو څخه دي د نیویارک ټایمز ډېر پلورل شوی کتاب دی.

دغه کتاب زما په شان منفي فکر لرونکو لپاره دی ځکه دغه کتاب ډیر مثبت دی د یو شخص لپاره دغه کتاب یوه څپېړه ده ترڅو را ویښ شې ، ځان تباه نه کړې ، خپلې وړتیاوې کشف کړې او په ژوند کې د ځان لپاره تر ټولو غوره کس شې.


بې کچې لېواله یم

 پر بخت دې لعنت مه وایه، نور مه رټه ، شرایط هیڅ ګناه نه لري لېواله پاته سه، تقدیر لېوالو خلګو ته لارښونه کوي او بې میله خلګ بیا خپل ځان ته را کاږي .


رښتیا دا ده، ته چي هر ډول ژوند کوې، بریالی یې هر څه چي غواړي ترلاسه کولای سي خپل هدف ته پلان جوړ کړه سخت کار وکړه ، اړیکې جوړې کړه او فکر دي بدل کړه ، د ژوند خوښۍ د افکارو په څرنګوالي پورې تړلې دي .نو دې ټکي ته په پام سره ، غوره فکر وکړه ، چي ژوند دې شکلی شي.


تردید هرکلی وکړه، تردید هغه ځای دی چي هر څه پکښې پېښېدلی شي . مخ پر وړاندې ځه او له قضاوته مه وېرېږه 


څومره چې نن د خپل ځان د هوساینې لپاره هڅه کوو همدومره به په راتلونکې کې له ستونزو او وېرې سره مخ و. په اصل کې بل هیڅ موخه نشته. یوازي پلټنه ، پلټنه او پلټنه. 


لږ خبرې ، ډېر عمل عادت وګرځوه او ژوند ته غاړه وکړه.


Comments

Share with your friends:

reply