Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-04-20 06:17:14 by Sikaraam Oraganization

میئن جمهوریت

دا کتاب د ښاغلي عبدالهادي « احمدزي» لیکلی اثر دی، چې خپله خیالي پاچاهي يې د ناول په خوندوره ژبه د کتاب په سپینو پاڼو کې کښلې. په داسې یو زړه راښکوونکي شکل، چې هر سړی د داسې جمهوریت او جمهور رئیس غوښتنه او هیله لري.

 دا داسې يو جمهوریت ده چېرته ، چې انسان ته پکې د انسان په سترګه کتل کېږي، د ژوند اصلي مانا پکې پيژندل کېږي، حق حقدار ته سپارل کېږي. پدې جمهوریت کې جمهور رئیس د خلکو پر مخ دروازې نه بندوي، بلکي د خلکو پرمخ تړل شوې دراوازې ور خلاصوي. هماغسې، چې د یو هېواد رعیت یې له خپل جمهوریته غواړي. دا داسې یو جمهورت ده، چې نه یوازې جمهور رئیس یې د چارواکو له فساد او ناغېړۍ  اګاه او خبردار دی.بلکې د ملت له ستونزو او کړاوونو هم نا خبره نه دی پاتې. دا هغه جمهوریت ده چې جمهور رئیس  یې هره ورځ د هېواد له ګڼ شمېر وګړو سره د دې په خاطر مجلس دایروي، چې ستونزې او مشکېلات یې واوري او عاجل ورته د حللارې پیدا کړي. دی ( جمهور رئیس) په خپله وخت ناوخت ګوزشت کوي، له خلکو ستونزې، راټولوي هره ستونزه له ځانه سره لیکلي او په مجلس کې یې د مسؤلو چارواکو تر غوږونو د حل په موخه ورسوي. لکه څرنګه چې په یو مجلس کې جمهور رئیس د يادښت له کتابچې کتلو وروسته ښاروال ته مخ ورواړه ؤ او وویل: « پرون خپل موټر کې وګرځېدم، د ښار بېروبار هماغسې ؤ لکه تېره میاشت، نوره دې خوښه یوه د حل لاره ورته وګوره، کنه زه خپله یوه حل لاره درته برابروم....»

لیکوال په ناول کې د جمهور رئیس کرکټر دومره هېواد  پرست، ملت پرست او په زړه مهربان ښودلی، چې د هر پراګراف له لوستلو سره به دې ناګهانه له خولې ووځي «ای کاش! چې موږ هم داسې یو جمهوریت او رئیس جمهور درلودی»، جمهور رئیس په خپل جمهوریت کې د ملت د یو عادي وګړي ستونزه هم بابېزه نه ګڼي، او ورته رسیده ګي کوي په ناول کې به یې ولولي ....

بل ځای  جمهور رئیس را غوښتل شوو سفیرانو ته د وطن او په بهر کې د اوسېدونکو وطنووالو په ننګه وایې:« د خپل هېواد د هر بهرني اوسیدونکي داسې ساتنه وکړئ، چې نړیوال ورته پورته ونه ګوري! د خپل هېواد د هر وګړي ځور ته ځان ورسوئ، او په هماغه کوربه هېواد یې نړیوالو ته دروند معرفي کړئ! د خپل د هېواد نوم نړیوالو ته په داسې غرور اخله لکه یو چاته، چې د خپلې کورنۍ نوم اخلې، با غروره استازیتوب یې وکړه!.... تاسې د دې هېواد استازیتوب کوئ، دې ملت ته بد نوم مه راوړئ،

همدارنګه یو بل ځای جمهور رئیس وزیر ته په خطاب کې وایې: اشنا ډېر سم روان یې لا وځلېږي خو یو بل کار هم وکه، «هر چا چې د دې هېواد له ځنګل نه یو نښتر اره کړ، په هماغه څنګ کې بل نښتر پورې یې یوه لوېشت جګ له سر تر پښو پلستر کړئ چې ټول نښتر ورپورې وخاندي، ټول ځنګل ورتوف کړي».

په ټوله کې ناول بلا خوندور او زړه راښکونکى دى. لوستل يې ځانګړى کيف لري.


Comments

Share with your friends:

reply