Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-04-05 11:08:54 by Shabnam Khan

د دې اثر موضوع فلسفه ده او تاسې به دې د لیبرالیزم (د ازادۍ فلسفه)، امپیرسیزم (د تجربې فلسفه) او یوټلیزم (د ګټورتوب یا نیکمرغۍ فلسفه) په اړه په دې کتابګوټي کې مالومات ترلاسه کړی. د سټوارټ مل فکر په همدې درې فلسفو کې خلاصه کیدای شي. د سټوراټ مل له افکارو سره د افغانستان د ځوان نسل اشنایي له همدې کتابګوټي پیلیږي. منځپانګه یې زموږ د ټولنې لپاره ځکه مهمه ده چې د ګټوروالي فلسفه دلته لا چا ډېره د یوې مجردې علمي لارې په توګه نه ده پېژندلې. د دې فلسفې د منطق له مخې غوره افکار او اعمال هغه دي چې ګټه یې عامه او ټولنه ورڅخه ډېره مستفیده شي.  

ددې کتاب لوستل موږ ته دا را زده کوي چې ددې فلسفې د منطق له مخې غوره افکار او اعمال کوم دي او زمونږ ټولنه په فردي لحاظ له څومره محدودیتونو سره مخ ده؟ د دغو محدودیتونو لاملونه څه دي؟ همدې محدودیتونو زموږ د پرمختګ څومره مخه ډب کړې؟ څه په کار دي چې د ټولنې د پرمختګ لپاره پوه او د فکر کسان وروزو؟ په دې به هم پوه شي چې د دې فردي ازادي حدود څه دي؟ ایا دا په دې مانا ده چې یو فرد دې په هر څه کې ازاد وي او څوک دې د هغه مخه نه نیسي او که فرد تر هماغې خپلې محدودې ساحې پورې په خپلو کارونو کې ازاد دی؟ 



Comments

Share with your friends:

reply