Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-04-05 11:05:55 by Shabnam Khan

د غوره لیکنو په دې ټولګه کې چې مجلو، خپرونو، راډیوګانو او غونډو ته لیکل شوي د افغان تاریخ او کلتور په اړه بېلابېل موضوعات لولی. د موضوعاتو تنوع ټولګه متفاوته کړې؛ ځکه کولی شو له یوه کتاب نه بېلابېل مهم، اړین او دقیق مالومات تر لاسه کړو. په دې موضوعاتو کې پر ځینو یې وروسته د لیکوال لخوا نور کار هم شوی او د کتاب په بڼه چاپ شوي دي. په دې ټولګه کې د ټولنې او تاریخ له نظره پر پښتو ژبه او پښتنو رڼا اچول شوې او همدا راز په معاصر افغانستان کې پر پښتو ژبه بحث شوی دی. د ټولګې بله برخه د افغانستان په معاصر تاریخ څرخي چې پکې د احمدشاه دراني په باب معلومات، د هغه میراث او یاد را اخیستل شوي دی. ددې تولګې یوه برخه څېړنیزو لیکنو ته ځانګړې شوې چې مهم موضوعات یې د ورېښمو لار، د افغانانو تېر او راتلونکی او د معاصر افغانستان تاریخپوهان دي. همدا راز لولی چې روښان فکران څوک او دنده یې څه ده؟ ولې د ډیورند توافق لیک باید باطل اعلام شي؟ د پاچا امان الله د پاچاهۍ په دوران کې کوم پرمختګونه وشول یا پلان کې و چې عملي نشول؟ افغانانو څنګه ملي استقلال تر لاسه کړ؟ له یادو موضوعاتو علاوه، د مقالو په دې ټولګه کې تاسو نور مهم او اړین موضوعات هم لوستلی شی. 


Comments

Share with your friends:

reply