Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-04-05 10:49:53 by Shabnam Khan

د دې اثر په لوستلو سره به د ظاهرشاه د پاچاهۍ په نیمګړتیا پوه او دا به درته څرګنده شي چې هغه ولې په دې کې پاتې راغی چې حتی د خپلې کورنۍ غړي سره راټول، په عصري زده کړو یې سمبال او په کلیدي ځایونو کې یې مقرر کړي. په دې کتاب کې له کودتا څخه د مخکې حالاتو له بیان ورسته، د کودتا په اړه مالومات وړاندې شوي دي؛ دا چې څنګه کودتا وشوه او داود خان ولې نه غوښتل چې د ظاهرشاه په غیاب کې کودتا وکړي چې دا وخت ظاهرشاه د سترګو د درملنې لپاره ایټالیا ته تللی او وروسته ولې اړ شو چې د ظاهر شاه په نشتون کې د کودتا امر ورکړي؟ د سرطان د کودتا د بریا لاملونه څه وو؟ په دې اثر کې د داودخان د دورې سیاسي او دولتي چارې په دقیق ډول له معلومو ماخذونو څخه په ګټه اخیستنې بیان شوي او همدارنګه لوستونکو ته د پاچا ظاهرشاه او داودخان د ځینو تېروتنو په اړه مالومات ورکوي.



Comments

Share with your friends:

reply