Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-04-05 10:46:24 by Shabnam Khan

 

دا اثر د ثور له کودتا وروسته د خلقي دورې په سیاسي تاریخ رڼا اچوي. په دې اثر کې د ثور د کودتا بهیر او همدارنګه له کودتا نه مخکې، د هېواد عمومي او په ځانګړي ډول امنیتي وضعیت چې د ګوند د مهم غړي میراکبر خیبر په وژلو او د نورو ګوندونو د ځینو مشرانو په بندي کولو تاوجن شوی و، بیان شوی او په دې هم بحث شوی چې ایا دا یوه کودتا وه که د ګوندیانو په وینا انقلاب. همدا راز په حکومت کې د همفکره خلکو پر شتون او د پخواني حکومت د چارواکو پر ګوښه کېدو او له منځه وړلو او د ځینو پاڅونونو یادوه هم شوې ده چې بیا له منځه یووړل شول. ددې اثر نور مهم موضوعات د فرمانونو صادرول او پر وړاندې یې د ټولنې غبرګون، د حکومت له لوري د مخالفینو شکنجه کول، هغه پاڅونونه چې د سره بیرغ په پورته کېدو رامنځته او د امین تر وخت یې دوام وکړ، د نورمحمد ترکي او حفیظ الله امین ترمنځ د اختلافاتو پیل او په دغو اختلافاتو کې د شوري مشرانو او ک.ج.ب رول او د امین سل ورځنۍ پادشاهي او هغه مثبت بدلونونه چې د ترکي په وخت کې نه وه، دي. دا اثر لوستونکي د افغانستان د څو لسیزو جګړو او غمیزو د رامنځته کېدو پر لاملونو خبروي. 



Comments

Share with your friends:

reply