Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-04-05 10:31:07 by Shabnam Khan


دغه رساله د یوه کتاب په بڼه نه ده لیکل شوې چې پر یوه مرکزي ټکي تمرکز ولري. دا د (۱۳۶۶هـ.ش) کال په پسرلي کې هغه وخت ولیکل شوه چې پوهاند کاکړ په (۱۳۶۵هـ.ش) له پنځه کلن بند څخه ازاد شوی و. په دغه رساله کې د هېواد د وخت اوضاع رانغاړل شوې چې هغه څه هم پکې شامل دي چې د لیکوال د بند په موده کې پېښ شوي او لا یې جریان درلود. په دغه رساله ډوله اثر کې مختلف موضوعات لکه د هېواد د وخت سیاسي اوضاع لکه د خلق او پرچم د ډلګیو اړیکې او رول، د حکومت پالیسي، شوروي او په سیاسي لوبو کې د دوی رول او موخې، فردي او ګوندي سیاست او سیاسي بې باوري، د حکومت او ملت ترمنځ فاصلې، د عامو افغانانو او په ځانګړي توګه د ښځو ټولنیز ژوند او ستونزې، اقتصادي وضعیت، فقر او بې کاري، اوضاع ته په کتو د حکومت پر پالیسیو کې د موقتي او تاکتیکي بدلونونه او د هغو پایلې، د ملي پخلاینې سیاست او د هغه پایلې او د ناکامېدو عمده لاملونه، د حکومت پر وړاندې د مجاهدینو دریځ او دې ته ورته ځینو نور مهم موضوعات شامل دي چې لوستونکي ته د وخت د حالاتو تصویر وړاندې کوي.  



Comments

Share with your friends:

reply