Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-04-05 10:26:32 by Shabnam Khan

د پوهاند کاکړ په قول د دې سیمې او لرغوني افغانستان د تاریخ ډیرې برخې د شواهدو د کمښت او یا نشتوالي په وجه روښانه نه دي؛ خو د زردښت د وخت زند، اویستا او همدغه شان د تاریخ په نامه د هیرودت اثر د اویستایي دور تاریخ یو څه روښانه کړی او د همدغو اثارو په بنسټ د میلاد نه مخکې د ۳۲۳- ۳۵۶ کلونو کې د سکندر مقدوني د یرغلونو وروسته ډیرې لیکنې شوي چې د لرغوني افغانستان د بېلابېلو تاریخي دورو روښانه کولو ته یې زمینه برابره کړې. پوهاند کاکړ د پښتون، افغان او افغانستان په نامه اثر چې دده په قول د لرغوني افغانستان د تاریخ لنډه سروې ده ددغه روښانتیا له پاره هڅه ده. پوهاند کاکړ د خپل دغه اثر په لومړیو کې هڅه کړې چې د تاریخی اثارو او شواهدو په مرسته د پښتنو څرک ومومي. د کتاب دوهم څپرکی د تلفظ، مفهوم او کارونې په لحاظ د افغان د کلمې ودې او د یو ملت سیاسی هویت ته ددې کلمې د ارتقا عوامل او پړاوونو ته وقف شوی. د کتاب په وروستۍ برخه کې د لرغونې اریانا څخه د اوسني افغانستان پورې بېلابېل پړاوونه څېړل شوي دي.


Comments

Share with your friends:

reply