Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-04-05 10:12:31 by Shabnam Khan

 

په دې اثر کې چې په دري لیکل شوی او پښتو ژباړه یې سید نظیم سیدي کړې د امیردوست محمد خان د ناکامو هڅو، په شرق کې د یو شمېر سمیو لکه د کندهار، هرات، میمنې او ترکستان یوځای کېدل، د امیر شیرعلي خان د امارت، د کورنۍ او داخلي جګړو او اصلاحاتو په اړه لولی. همدا راز د افغان – انګلیس د دوهمې جګړې په اعلان سره، د افغانستان د بهرنیو اړیکو او سیاست، له کابل څخه د امیر شیرعلي خان د وتلو، له انګریزانو سره د ګندمک د معاهدې پر شرایطو، له معاهدې وروسته پر نویو تشکیلاتو، ستونزو او پېښو په اړه هم معلومات ترلاسه کوی. تاسې دا هم لولی چې د کابل خلکو ولې او څنګه پاڅون وکړ او عمومي پاڅون څنګه پیل شو؟ د انګریزانو نظامي حکومت په کابل کې په کوم ډول و؟ انګریزانو څنګه ماتې وخوړه؟ دغه کتاب مو د افغان – انګلیس د دوهمې جګړې پر جزیاتو خبروي. 



Comments

Share with your friends:

reply