Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2024-08-17 13:27:13 by Shabnam Khan

بېلاری؛ که د ژوري عاطفې او نوستالژیک* احساس غوره انځوریزه اثر: 


دا ناول د فرانسوي لیکوال پاتریک مودیانو هغه اثر دی چې له کبله یې ده ته د نوبل جایزې ویاړ ور په برخه سو.

نوبل جایزه به یوازي ددا اثر نه بلکه دده د ټوله سبک له کبله ورکول سوې وي خو دده ددې اثر له غوره والي سترکي نسي پټېدای.

ژباړن یې فراز صاحب دی او ژباړه یې د مودیانو د سبک ددومره پېچلوالي او مبهموالي سره سره خورا روانه او جاري وه. د فراز صاحب ژباړي مې ځکه خوښیږي چي ده کله کوم ځای خپله لهجه استعمال کړې نو د صفحې په پای کې شرحه هم ورسره ورکړې.

د مختلفو سیمو لیکوالان او ژباړنان چې کله یو کتاب ژباړي که د خپلي لهجې داسي یو نیم خواږه کلمات او اصطلاحات له مانا سره را باندي لولي دا به یې لویه پېرزوینه وي او موږ به د خپل هیواد دننه د مختلفو سیمو له لهجو سره لا زیات اشنا کیږو.

الکساندر چې زیاته موده یې د خپل پلار سره یو ځای تېره کړې او خپله ګذاره په جعل کاري کوي او څه ناڅه پیسې له دې جعل کارۍ لاسته راوړي. (پلار یې بارون دیکوکر او زوی یې الکساندر دواړه زاړه کتابونه په لږو پیسو رانیسي او بیا ورباندي خپلي امضاوي کوي او د لیکړال د تحفې او نامګذاری په ډول یې په لوړو بیو پلوري).

تر یو څه مودې وروسته الکساندر او پلار (بارون دیکوکر) یو میټرو سټېشن ته ځي او پلار یې دا هڅه کوي چې خپل زوی د میټرو ولاین ته ور وغورځوي خو الکساندر ژغورل کیږي.

د لیکوال موډیانو زیاتره اثارو کې کرکټرونه د حافظې او هویت د نشتوالي څخه کړیږي نو شاید دلته د الکساندر پلار هم دا هېر کړي وي چې دا زما خپل نازولی زوی (الکساندر) دی.

ددې پیښي څخه یو څو ورځي وروسته پلار د خپل زوی الکساندر څخه ورک کیږي او بیا زوی پوره لس کاله وروسته خپل پلار په داسي حال کې پیدا کوي چې د یو دوو غلو او جعل کارانو سره په یو کافي شاپ/بار کې ناست وي.

کله چې دی پلار پیدا کړي د پلار یې دا هېر وي چې دی (الکساندر) یې زوی دی.

دلته الکساندر د یو نوستالژیک حالت سره لاس و ګرېوان سي.

د پلار بې وسي، د ملګرو چلند ورسره، د هغوی بې پامي او په سپکو الفاظو رټل او داسي نوري نا انساني کړني د الکساندر پر خپل پلار نه پیرزو کیږي خو دومره جرئت یې څنګه کړئ وای چې پلار ته یې په زغرده ویلي وای چې ته زما پلار یې او زه ستا بېولو ته راغلی یم.

یو ځای لیکي: هر څوک د خپلو کورنیو ریښو د خړوبولو سره لېوالتیا لري.

ځکه خو الکساندر د خپل پلار هغه پېښه چې د میټرو لاین ته یې ور ټېله کړئ وو په داسي الفاظو سره پلار ته وایې:

دوه حالته دي: یا دې زه ناحقه تورنوم په دې صورت کې مې دا تېروتنه یو لېونتوب وبوله او لطفا ً ما اوبښه.

یا دا چې په رښتیا دې ټېله کړم او  وژلم دې په دې حالت کې اوسنیو شرايطو ته په پام سره دې زه بخښم.

ته هم له ډبرې نه یې جوړ. د یوه پلار له خوا د خپل زوی د وژلو هڅه او یا یې له شره د ځان بیغمه کولو نیت پر موږ د حاکمو شرايطو د اخلاقي معیارونو د لوی بدلون یوه ښکاره نښه ده، همدا لږ وخت مخکې د دغې پدیدې سرچپه پېښې لیدل شوي دي; اولادونو د خپلو زور ښودنې لپاره پلرونه بېخاره په سوکونو وهلي او وژلي دي.

مګر اوس نور په دې اړه خبرې کول ګټه نه لري، اوس ما او تا دواړه محکوم یو، د دوو یتیمو ماشومانو غوندې باید د خپلې پلارولۍ او زویولۍ د اړیکې د زباتولو لپاره د هغې په تحلیل پسې وګرځو، خو په لاس نه راځي، هر وخت له لاسو راڅخه ښویېږي، ډېره ستړې کوونکې ده...

کله چې الکساندر خپل پلار پیدا کړي نو کوښښ کوي د هغه د خرابو ملګرو له سیوري یې را وژغوري او یوه شپه تر زیاتو څیښلو وروسته خپل پلار په موټر کې کښېنوي او یو نامالوم ځای ته تښتي. 

کله چې الکساندر خپل د پلار په اړه د یو لیکوال (لستاندي) دا خبره اوري چې ورته وایې بارون یو جعل کار او دوکه مار انسان دی او حتی دا سپی هویت هم نلري. 

نو الکساندر یې پر مرۍ او ستوني ګوتي ور ښخوي او همدلته یې ځای پر ځای وژني.

الکساندر د خپل پلار په اړه د هغه د ملګرو دا بې عزتۍ نور بیخي له حوصلې او زغمه خلاص کړئ وي او حتی د لستاندي د وژلو پر وخت وایې چې د پلار یادولو مې نور هم توان را زیاتوه.

الکساندر د خپل پلار سره تر تښتېدلو وروسته د پولیسو له لوري په داسي حال کې ګرفتاره کیږي چې یو هم نه تذکره لري او نه بل د هویت یوه پاڼه یا تصدیق او ناول همدلته پر یو داسي مبهم حالت پای ته رسیږي.

د ناول پر هري ځانګړتیا یو یو کتاب خبري کېدای سي.

پلاټ، تلوسه، تیم/ موضوع، کشمکش، د کیسې ژبه هره برخه پکښي په عالي ډول لیکل سوې.

د پاتریک مودیانو د لیکنو په باره دا هم ویل کیږي چې دی د يو پیښي هماغه ځای چې پېښه پکښې سوې په بیخي عالي انداز را انځوروي او لیکوالان دده د اثاره په اړه وایې: که فرانسه یو مخ له منځه ولاړه نو دده د کتابونو له مخي بیرته هماغسي رغېدای سي.

ددې ناول له لوستلو څخه ما د البرت کامو د اثارو غوندي پوره پوره خوند واخیست او ژبه یې هغه ته بیخي ورته ده، ځکه د کامو ټول اثار له ځانه پر پردیتوب، ناهیلی او تراژیدي باندي لیکل سوي او د مودیانو دا اثر هم د ژور ناهیلي احساس، نوستالژیا او له ځانه پر پردیتوب استوار سوي.


* نوستالژیا هغه احساس ته ویل کیږي چې یو کس په تېر پسي ارمان کوي او اوسنی حالت یې تر مخکیني حالت خراب او له شواخونه ډک وي.

عکس مې د Zaar صېب له واله راخیستی.


Comments

Share with your friends:

reply