Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2024-08-11 15:44:27 by Shabnam Khan

کتاب: د سمندر دعا لیکوال: خالد خسیني ژباړه: نجیبه لیمه «د سمندر دعا» یوه لنډه کیسه ده چې د یو لیک په شکل لیکل شوی. دې لیک کې یو سوریایي پلار له خپل ماشوم سره په داسې حال کې خبره کوي چې سمندري مهاجرت ته تیاری نیسي. د دې لنډې کیسې په لومړې برخه کې یاد پلار د حمص ښار په اړه خپل ماشوم ته معلومات ورکوي: دا چې پخوا کې حمص یو اباد ښار و او خلک په اسانۍ سره دلته یې ژوند کاوه. د کیسې پاتې برخه د مظاهرې او جګرو څخه خبره کوي. د همدې جګرې په خاطر دی چې اوس دوی غواړي اروپا ته لاړ شي او ځان وژغوري. خالد حسیني دا کتاب الان کوردي ته ډالۍ کړې. الان کوردي یو درې کلن سوریایي ماشوم و چې جسد یې د ۲۰۱۵م کال د سپټمبر په میاشت کې د مدیترانې په سواحلو کې پیدا شو. الان او کورنۍ یې غوښتل چې یونان ته لاړ شي. د الان کوردي د جسد عکسونه ډېر ژر په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شول. خالد حسیني په ۲۰۱۳ کال کې د فرانسې خبري اژانس ته ویلی و چې «د کډوالو د ستونزو په برخه کې له زغم څخه کار واخیستل شي.» د خالد حسیني دا لنډه کیسه اوس د یو انځوریز کتاب په شکل چاپ شوی. د دې کتاب پښتو ژباړونکې نجیبه لېمه ده. مالتا کې نشر نبشت د دې کیسې خپرونکی دی. خالد حسیني په ۱۹۶۵ کې کابل کې زېږېدلی. هغه په ۱۹۸۰ کې له خپلې کورنۍ سره امریکا ته مهاجر شو. ښاغلی حسیني تر اوسه پورې درې ناولونه خپاره کړي: «ګډي پران باز»، «یو زر ځلانده لمر» او «او غرونو آزانګې ورکولې». خالد حسیني په امریکا کې اوسېږي او د ملګرو ملتونو د نېکو هیلو سفیر دی. د خالد حسیني موسسې جګره ځپلو خلکو ته بشري خدمات برابروي. #کډوال_نیوز


Comments

Share with your friends:

reply