Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2024-07-18 14:24:37 by Shabnam Khan

بوډا او لــــیوانو پلــــونه 


ددې ناول لیڪوال هم ارواښاد نصیر احمد احمدي دی ، هغه لیڪوال چ د یو ڪتاب له راتګ وروسته به ی لوستونڪي بل ڪتاب ته سترګي په لار ول ، هغه لیڪوال دی چ په داسي ټولنه ڪي ڪوم چ د ڪتاب لوست سره خاص علاقه نلري خو بیا هم دده هر ڪتاب له لسو زیات ځلي چاپ شویدی ـــــــــــــــــــ 


دغه ناول ی هم یوه په زړه پوري ڪیسه لري او یو ښایسته پیغام له ځان سره لري ، ڪیسه په اصل ڪي په دې څرخیږي چ یو پلار د خپل اولاد لپاره څومره درد و رنج په ځان وړي خو همدغه یو تعلیم یافته اولاد د یوي ازاد فڪره جینۍ لپاره له خپل پلار سره څومره نامردي ڪوي ـــــــــــــــــــ 


په دې ناول ڪي د یو بوډا سړي زوی چ زوی ی یو ډاڪتر وي خو دا ډاڪتر په ښار ڪي په یوي ډاڪتري زړه بایلي او بیا ددې داڪتري سره ڪه څه هم ددې هلڪ د پلار خوښه نه وي واده ڪوي چ بیا جینۍ دغه هلڪ له خپل پلار څخه بیلوي او خارج ته ځي خو بوډا ی په طمع طمع د لیوانو خوراڪ ڪیږي ــــــــــــــــــ 

ناول یوه لویه ڪیسه په ځان ڪي لري خو ما ي یوه برخه دلته راواخیسته ، نور ی تاسي خپله مطالعه ڪړئ ــــــــــــــــــ 


خو د ڪتاب جمله بندي او صحنه انځورونه بیخي خوندوره او فوق العاده ده ، داسي انځورونه چ لوستونڪی فڪر ڪوي چ زه په هماغه ځای ڪي اوسیږم او په خپلو سترګو ی وینم لڪه یو ځای لیڪي چ " ما هم نور څه په خوله رانه وړل ، بالښت ته مي ډډه ووهله او د لاټین په ژیړه رڼا ڪي مي چت ته وڪتل . د تورو لرګیو له پاسه تر پرتو لښتو لوټې راوتلې وې او په یوه چوله ڪي د څرمښڪۍ لڪۍ ښڪاریده " ـــــــــــــــــــــــ 


ڪه پیغام انتقالوي نو ډیره ښایسته ڪیسه ورته جوړوي ، ځیني پیغامونه په ډیره خوږه لهجه بیانوي لڪه دلته وايي چ " زویه ! خپل درسونه دې وایه ، ڪه دې پر چا زړه بایلود ، بیا به د دنیا ڪارونه درنه پاتي وي ، ځڪه مینه عجیب درد لري ، یو سوځوونڪی درد ، داسي یو درد چ انسان د اوسپني غوندي ویلي ڪوي . مئین نه خپل لري ، نه پردی ، هیڅوڪ به هم نه پیژني ، دی یوازي خدای ته ژاړي او له هغه نه خپله مینه غواړي " ــــــــــــــــــــ 


په ټوله ڪي ما ته د احمدي صیب هر ناول دومره خوند راڪوي ، زه وایم بس چ ده مرحوم دومره ڪتابونه لیڪلي وای چ ټول عمر مي مطالعه ڪړي وای خو نه وای ختم شوي ، خو ... ـــــــــــــــــــــــــ 


پای ـــــــــــــــــــــــ


Comments

Share with your friends:

reply