Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2024-06-30 09:21:18 by Shabnam Khan

کتاب: د يو منسجم ټول، ټوټې لیکوال: پونه مقیمي شايد ژوند د هغو ټوټو پيدا کول دي کومې چې په يو ځای کې راټولې شوي وي او پيدا کول یې يو عمر وخت نيسي. دا ټوټې په هر ځای کې شتون لري او همدومره بسنه کوي چې موږ ورپسې وګرځو. هغه وخت که هوښيار اوسو نو شايد د ځان ځينې برخې مو پيدا کړو، ځينې برخې مو شايد په اړيکو، ځینې د خلکو په تجربو، په هغو موقعیتونو کې چې موږ ورسره مخ کيږو، په فيلمونو، تاريخ او حتا په هغو خالې کوڅو کې چې هيڅ لاروی نه لري ومومو. کولی شو دغه کتاب (د ښه ژوند کولو هنر، روښانه فکر کول، د ژوند درملنه او د ژوند د خوښيو په اړه) د یوې مقدمې په ډول تر نظر لاندې وساتو. لکه څرنګه چې د کتاب له نوم څخه مالومیږي؛ ليکووال هڅه کړې ترڅو ځان پيژندنه په بیلابیلو مفهومونو کې څرګنده کړي. «د يو منسجم ټول ټوټې» کتاب په نهو پړاوونو کې راټول شوی چې ليکوال یې پکښې د کتاب د څرنګه والي، د کرکې احساس، د خوښۍ او مينې احساس، ويره، د اړيکو مهم عنصرونه او يوازيتوب په اړه ليکنې کړي دي. د دغو نهو پړاونو عنوانونه عبارت دي له: لومړی پړاو: ژوند او د هغه واقعيتونو ته کتنه دوهم پړاو: موږ او اړيکې دريم پړاو: احساس کول څلورم پړاو: هغه فکرونه چې په اړيکه کې نږديوالی کموي. پنځم پړاو: کېدلای شي چې کومه اړیکه د ځینې پېښو سبب وګرځي؟ شپږم پړاو: هغه کردارونه چې د خلکو په پوهيدو کې له موږ سره مرسته کوي. اوم پړاو: موږ، انسانان او زموږ ټولنيزې برخې اتم پړاو: په اړيکو کې اصلي عنصر وخت دی. نهم پړاو: يوازيتوب د يو منسجم ټول ټوټې کتاب يوه برخه له يوازيتوب څخه تيښته په اصل کې له ځان څخه تيښته ده؛ کولی شو داسي ووايو، کله مو چې د بدن يوه برخه درد کوي نو موږ بايد هغه ومنو او کله مو چې درد ومنلو شايد دا حس موږ خفه کړي خو وروسته له يوې مودې څخه دا حس زموږ له بدن څخه وځي او توپير پکښې احساسوو. د خوښی حس کول په اصل کې د هغې لارې حس کول دي چې موږ ورته کوښښ کړی! د يوې بريا د خوښۍ حس هغه وخت زيات وي کله چې بريا ته په سختۍ رسيدلي یو. صميميت يعنی په ټول وجود سره د يو چا درک کول دي او هغه څه چې يوه اړيکه کلکه ساتي د صميميتونو شتون او تکرار دی. د يو منسجم ټول ټوټې کتاب ليکوونکې پونه مقيمي د ځوان نسل له ليکوالانو څخه ده چې په 1361 کال کې په تهران کې زيږيدلي ده. هغې د کلينکي ارواپوهنې او ماسټرۍ تر درجې زدکړې کړي دي. هغه د يوټريچ پوهنتون څخه د روان‌ي درملنې، د هالنډ څخه د ټراماتيک فشار د مخنيوي د تشخيص او درملنې سند لري او دا يې شعار دی چې (يوازيتوب عيب نه دی) چې په زياترو کتابونو کې يې ليکلی دی؛ او دا کتاب يې لومړنی اثر دی چې د زياتو خلکو د خوښې وړ وګرځيدو.


Comments

Share with your friends:

reply