Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2024-05-05 05:31:36 by Shabnam Khan

کتاب :د ژباړې فن


لیکوال : رفیع الله ستانکزی


تبصره: سنګر فطرت


ژباړه نه یوازې دا چې له یوې ژبې څخه بلې ژبې ته د لغاتونو / وییونو، جملو ، عبارتونو ، اصطلاحاتو او ویناوو مفهوم رانقلول دي ، بلکې په عین حال کې د یوې ژبې او د یو ملت د بډاینې او رغښت یوه اساسي وسیله هم ده.

کومو ملتونو چې د خپلې ژبې د خدمت او شتمنۍ لمن پراخه کړې وي حتمي ده چې د داسې ملتونو سیاسي ، فرهنګي ، اقتصادي ، تعلیمي او ... اړخونه به نړۍ او نړۍ والو ته ځلېدلي بریښي.

د يوې ژبې د بداینې لپاره د شعري ، نثري او ادبي ټوټو په لیکلو ، پنځولو او ژباړلو باندې تمرکز بسنه نه کوي او نه هم دا ډول تخلیقات د یوې ژبې د بډاینې باعث ګرځي بلکې د ژبې بډاینه په علمي ، تخنیکي ، سیاسي ،اقتصادي ، ژورنالیستکي او نورو برخو کې د ژباړې ، لیکنې او پنځونې په برکت یقیني کېږي. 

کومې ژبې چې شتمنې وي د هغې ژبې ویوونکي د نړۍ په هر ګوټ کې موندل کېدی شي.


دغه کتاب (د ژباړې فن) چې د رفیع الله ستانکزي صیب د هڅو او کوښښونو یوه کوچنۍ او اساسي پنځونه ده د محتوا بحث یې د ژباړې په معرفت پیل شوی او تر څنګ یې د ژباړې شالید او تاریخي پس منظر ته کتنه شوې. د ژباړې ارزښت د ژباړې ډولونه ، د ژباړې اصول او تګلارې ، د ژباړې میعاري اصولو باندې هم پکې تمرکز شوی دی.


په افغانستان کې د ژباړې پخوانی او اوسنی سېر ته پکې هم اشاره شوې ده. او د کتاب په وروستۍ برخه کې د ژباړې په اړتیا باندې بحث خلاصه شوی دی.


که څه هم دغه کوچنی اثر د ژباړې په برخه کې بسنه نه کوي ، مګر ددې کتاب په لوستلو به لوستوونکي د ژباړې په میعارونو باندې تر یو حده آګاه شي ، خو ددغې (د ژباړې فنونو ، اصولو ، اړتیاوو ، تخنیکونو او تګلارو) تشې ډکول زموږ او ستاسو مورنۍ ژبې (پښتو ژبې) د بډاینې لپاره داسې اړین دی لکه د انسان وجود لپاره وینه.


درنښت : سنګر Fitrat Khan


Comments

Share with your friends:

reply