Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2024-05-04 07:23:00 by Shabnam Khan

کتاب:" زندگی نوین "

لیکوال: استاد نورمحمد ترکی

تحریر: زاهدالله زاهد


د ارواښاد نور محمد تره کي کتاب "زندگی نوین/نوى ژوند" نيمه پېړۍ وړاندې پر نړېوال سټېج سل زره ډالره جايزه واخيسته، په ټولنوالو (سوسياليسټي) هيوادونو کې لسګونو ژبو ته وژباړل شو او په لسګونه ميليونه کاپيانې خپرې سوې. 

د ياد کتاب په اړه نوموړي ليکوال"بشير اخګر" په خپل کتاب د" نور محمد تره کي علمي، سياسي او ادبي ژوند" کې داسې يادونه کوي. 

"د نور محمد تره کي علمي، سیاسي او فلسفي اثار د ثور د انقلاب کلونه کلونه وړاندي ليکل سوي وو، ځيني په هغه مهال کي او ځيني نور يې په وروستیو کلونو په هیواد کي دننه او د هیواد څخه بهر چاپ او خپاره سول او نن ورځ ډېر لږ د مینه والو په واک کي دي، د هغه یو علت دا دی چي د نور محمد تره کي د شهادت په وخت کي په خاصه توګه د ۱۳۵۸ هـ ش کال د جدي تر ۶ نېټي وروسته د روسانو او د هغوی د کورنیو دوستانو لخوا د هغه ټوله علمي او ادبي اثار او لیکنی د کتابتونونو او کتاب پلورنځیو څخه کرار کرار ټول سوي او په غښتلي ګومان سوځول سوي دي.

"زندگی نوین" ستر سیاسي او فلسفي اثر دی چي د ۱۳۴۰ هـ ش کال په شاوخوا کي ليکل سوی دی او د ثورانقلاب تر بریالیتوب کلونه مخکي د هیواد څخه بهر چاپ سوی دی لاکن دغه کتاب د ۱۳۵۷هـ ش کال د ثور انقلاب تر بریالیتوب وروسته په ډېر ښکلي صحافت سره چاپ او خپور سو، ډاکټر صالح محمد زېری د خپلو یاداښتونو په لړ کي د دغه کتاب زندگی نوین په اړه داسي ليکي:

"د دغه کتاب مسوده کلونه مخکي د ثور تر انقلاب مخکي ما لیدلې وه، په ۱۳۴۶ هـ ش کال کي کله چي د نور محمد تره کي د کور لیدلو ته ورغلی وم هغه ماته په خطاب کي وویل: زما د ژوند میراث هم دغه زندگي نوین دی که چېري ژوندی وم چاپ به یې کړم او که مړ سوم دغه کتاب به د" تاجۍ" مقصد يې تاج بي بي د نور محمد تره کي مېرمن چي په کورنۍ کي په همدغه نامه سره یادېدله څخه واخلې او په هر ډول چي کولای سي چاپ يې کړه"

کتاب د درو برخو فلسفې علمي سوسياليزم او د سياسي اقتصاد څخه د مارکسیزم لېننیزم ایډیالوژي وه او اساسي برخي یې ليکل سوي دي، تره کي په دې کتاب کي دمارکسیسزم ،لينني نړۍ ليدني، دا درې برخي په علمي میتود باندي ليکلي دي."


Comments

Share with your friends:

reply