Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2024-04-14 18:15:29 by Sikaraam Oraganization

نور محمد ترکی يو ريالسټ ليکوال ۔

څېړنکار ۔ محب الله ښېراز ۔

نورمحمد ترکی يو ريالسټ ليکوال ۔ دا کتاب د ښاغلي محب الله ښېراز د ايم فل څېړه نيز زيار دی چې په يو ښه کتابي شکل کښې د پښتانه مترقي ليکوال له لورې په اګست دوه زره شلم کښې چاپ شوی او خپور شوی دی ۔

په دې کتاب سريزه مشر ډاکټر لياقت تابان ليکې ده او فلېپ پرې ښاغلي مسرور موسې خيل ليکلی دی ۔

د سريزې نه پس ښاغلي ليکوال خپلې خبرې د ۔ نورمحمد ترکی زما په نظر کې تر عنوان لاندې ليکلې دي ۔

د دې نه پس دا کتاب پوره پينځه علمي بابونه لري چې لاندې به يې څه لږ ډير وضاحت وکړم ۔

١

په ړومبي باب کښې ښاغلي ليکوال 

د نورمحمد ترکي په ژوند او اثارو بحث کړی دی لکه د نورمحمد ترکي قام قبيله ۔ شجره نسب ۔ زېږون ۔ د لومړي ژوند معلومات ۔ تعليم ۔ روزګار ۔ سياسي هلې ځلې ۔ علمي او ادبي خدمات ۔ د نور محمد ترکي وژنه ۔ باندې مفصل بحث شوی دی ۔

٢

د دې کتاب په دويم باب کښې د نورمحمد ترکي د ناولونو موضوعاتي جاج اخېستی شوی دی ۔ د ناولونو تعارف ۔د ناولونو سماجي او معاشرتي پس منظر بيان شوی دی ۔

په ناولونو کښې د مقامي او سماجي ژوند خد وخال بيان کړی شوی دی ۔ د ناولونو سياسي پس منظر بيان کړی شوی دی ۔ په ناولونو کښې د سياسي نظريي جايزه اخېستې شوې ده ۔ د نورمحمد ترکي په ناولونو کښې د طبقاتي نظريي په اړه بحث شوی دی ۔ او د ناول نګار په حېث په پښتو ادب کښې د نورمحمد ترکي د مقام ټاکنه شوې ده ۔

٣

د دې کتاب په دريم باب کښې د ترکي د ناولونو فني او تکنيکي مطالعه شوې ده ۔ لکه ۔ قيصه ۔ پلاټ ۔ کردارنګاري ۔

ډکشن ژبه ۔ سسپېنس ۔ تصادم ۔ منظر کشي ۔ کلاٸمکس ۔ او فلسفه حيات ۔

٤

د دې کتاب په څلورم باب کښې ۔ د نورمحمد ترکي په افسانه نګارۍ باندې ډير په زړه پورې کار شوی دی ۔ لکه د نورمحمد ترکي د افسانو تعارف ۔ د افسانو پس منظر ۔ موچي افسانه که ناولټ ۔ د افسانو موضوعات ۔ د افسانو فني او تکنيکي اړخونه ۔ او د افسانه نګار په حېث پښتو ادب کښې د ترکي مقام باندې په زړه پورې تحقيقي ليک شوی دی ۔

په دې پسې نتېجه وړاندې کړی شوې ده ۔

او په پينځم باب کښې د دې ګټه ور تحقيق خلاصه او نتېجه وړاندې کړی شوې دي ۔ 

دا کتاب مې هم دا وس ختم کړو ۔ او ډير څه مې ترې زده کړل ۔ د نورمحمد ترکي د ژوند خاندان تعليم ۔ کار روزګار سياسي هلو ځلو ادبي ژوند او ان تر مرګه پورې ټول واقعات په ډير هنر سره څېړلي شوې دي او وړاندې کړی شوې دي ۔

خصوصا د ويښ زلميانو د خوځښت په اړه ۔ او د سور انقلاب  په اړه ډير ګټور معلومات لري ۔

د نور محمد ترکي په ژوند او کار زما په خيال چې دا ډير ګټور او علمي کار دی ۔ که څوک نورمحمد ترکی لوستل او پېژندل غواړي نو دا کتاب دې خامخا اوګوري ۔ 

عنایت الله بهار


Comments

Share with your friends:

reply