Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2024-04-02 12:39:56 by Sikaraam Oraganization

میین جمهوریت  

لیکنه: رو ښان


میین جمهوریت کتاب په {166} مخونو کې ده.

او دا کتاب د يوه داسې هيواد په ولسمشر راڅرخي چې هم په خپل جمهوريت،هم په خپل نظام،او هم په خپل غرور او احساس میین وي،دی هیڅ کله نه غواړي چې یو انسان دې د بل انسان غلام شي،ده نه غوښتل چې له خپل واک او قدرت څخه په ګټه اخيستلو د يو چا سر خپلو پښو ته ټیټ کړي.

دغه رییس جمهور ځانګړی فکر او هنر لري،له ټولو  بېل فکر داسې یو فکر چې زما په نظر تر اوسه به يو ريیس جمهور هم داسې نه وو لکه دی چې وو.او تر ټولو جالبه يې لا دا چې دی سره له دومره واک او ځواک سره هم نه وو آرام،تل یې زړه درد کول،زړه يې داسې یو چا پسې خوږېده چې دی یې خپله هم حیران کړی وو چې زه ولې داسې يم هر څه لرم خو بيا هم د يو شي د کمي احساس کوم،دا څه ده چې زه په دغه ورک شي پسې ګرځم او پیدا کولی يې نه شم،زړه مې څه غواړي،زما زړه په چا پسې نارې وهي  چې ماته سکون را کړه،ما له هره غمه خلاص کړه،خو رييس جمهور ته یو داسې غېږ انتظار وه چې هیڅ کله يې فکر هم نه وو کړی،هیڅ کله يې د داسې غېږې  تصور هم نه وو کړی،او هغه غېږ او هغه زړه بیا د رييس جمهور د غېږې په انتظار وه او ډېره ورته لېواله او کړېدلي‌ وه او تل يې په خپلو ښکل شوو انځورونو کې ورته ژړل او د خپل وجود د نيمګړتيا احساس يې کاوه،بلاخره رييس جمهور هم په دې و توانېده او بریالی شو چې د خپلې ناراحتئ  دليل پيدا کړي او غېږې ته یې ځان ور وغورځوي. 


Comments

Share with your friends:

reply