Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-03-13 08:45:28 by Sikaraam Oraganization

حکومتونه څه ډول چلېږي؟ 

لومړۍ برخه؛ حکومت څه شی دی؟

د حکومتونه څه ډول چلېږي کتاب لومړۍ برخه پر دا سخته پوښتنه حکومت څه شی دی؟ پیلیږي. لیکوال د حکومت له را پېژندلو مخکې د حکومت پر بیګرونډ را غږیدلی او د حکومتونو ښې او بدې خواوې یې بیان کړي.

د سترو مفکرینو پدې کې اختلاف دی چې کوم حکومت غوره او ښه او کوم ناوړه دی. د حکومتونو حدودات، پراخوالی او اړتیا څه ده او د انساني او ټولنیز نظام د سوکالۍ او پرمختګ لپاره یې کوم کردار ترسره کړی، د حکومت موخه یوازې د انارشۍ او ظلم زور مخنیوی دی او که کوم مثبت رول هم لري؟

خلاصه دا چې نوموړی حکومت داسې را پیژني؛ ”پر عامو خلکو د څو تنو واک او تسلط او د هغوئ انتظام او اداره ده“. ښه حکومت هغه دی چې هلته واک دار او عادي خلک د قانون په وړاندې یو اندازه ولري مطلب دا چې واکدار او لوړپوړې طبقه به پکې د قانون څخه پورته نه ګنل کیږي. 

قانون باید د ترافیکو سور څراغ وګڼل شي د روښانه کیدو په صورت کې به ورته لوئ او ورکوټی، سایکل او موټرسیکل، ټوډي او رینجر یو رقم ودریږي. که کله یو څوک پدې خاطر چې لوړپوړی چارواکی دی د قانونه بالاتر وګڼل شي بیا نو د ښې حکومتوالۍ تمه هسې یو خیال دی چې مونږ دغه حالات پرون او نن تجربه کوو او دا یو بد حالات دی. 

”هېڅ حکومت تر هغې پورې پر پښو نشي درېدلی چې عام ولس د هغو احکام او اصول ونه مني، د حکومت د کاروبار دار او مدار پر دې دی چې خلک یې په څه بڼه اطاعت وکړي، ایا هغوئ د حکومت واک او صلاحیت مني او احکام یې پلي کوي او یا یې د نه منلو د پایلو له وېرې له نافرمانۍ څخه ځانونه ساتي، په لومړي صورت کې په خوښه او رضا د حکومت اطاعت غوره کول د حکومت چلول اسانه کوي، په دویم صورت کې د جبر او زور تګلارې ظلم او زور بلل کیږي او خلک بیا داسې لارې چارې لټوي چې د حکومت په مقابل کې خنډونه را پیدا کړي. له دغو رواني او ذهني چلندونو څخه د حکومت د مشروع او نامشروع، د هغه د ظالمانه او یا اغېزناکۍ په باب پوښتنې را پیدا کیږي“.

د لومړۍ برخې په پاې کې د مونتسکیو له قوله لیکي چې؛ ”ځواک باید په ځواک کنټرول شي. یو ریښتنی قانون جوړوونکی باید نه یوازې پر دې وپوهیږي چې تر ټولو غوره څه شی دی، بلکې پر دې هم باید وپوهېږي چې د وضعې د بدلون له اړخه تر ټولو غوره کوم دي“.

لیکوال حکومت د ولسونو او واکمنو ترمنځ خپلمنځي اړیکه او د نړۍ له نورو حکومتونو سره اړیکې بولي. مطلب دا چې حکومت به اول کورنۍ او بهرنۍ اړیکې او راوبط برابروي او دا چې حکومت باید څه ډول وي او یا څه ډول نه وي په ټولنیز ډول خپلو خلکو لپاره د منلو وړ چارې تنظیموي.


Comments

Share with your friends:

reply