د روایت پالنې مصیبتونه؛
د طالبانو نومول شوی د
لوړو زدهکړو وزیر د نجونو د زدکړو د منع په باب پېغمبر ته په منسوب حدیث استدلال
کړی دی. د مشکلاتو او بدبختیو یوه ستره برخه چې طالبانو او نورو مذهبي سخت دریځو
بشریت ته ور پېښه کړې ده، په هغو روایتونو کې ریښه لري، چې د جعلي تاریخ او پېغمبر
ته منسوب شوي احادیث دي. دوی دې روایاتو ته د یوه مقدس حقیقت په سترګه ګوري او یوه
زره شک هم نه پهکې ویني. حتیٰ که چېرته دا روایتونه د عقل، منطق او علم خلاف هم
وي؛ اوس د علمي څېړنو نتیجې ښيي، چې د دې روایتونو زیاتره برخه جعل او ساختګي دي
او هېڅ د پېغمبر(ص) خبرې نهدي.
د روایتپالنې پدیده یو
پېچلې تاریخچه لري، چې دې لنډه لیکنه یې د ټولو اړخونو سپړل ممکن نهدي. د روایتپالنې
پیل د اسلام لومړیو وختونو ته رسېږي. د پېغمبر په حیات کې ځینې متضاد روایتونه
هاخوا دېخوا کېدل او دې چارې حتیٰ پېغمبر هم اندېښمن کړی و؛ همدا وه، چې یوه ورځ
پېغمبر(ص) وفرمایل: «من کذبه علی متعمدآ فلیتبوآ مقعده من النار»
ژباړه: «هر هغه څوک چې په
ما پسې قصداً دروغ وتړي، ځای یي دوزخ دی.»
د ځینو علماوو په نظر دا
یو متواتر قطعيالثبوت روایت دی، چې په حقیقت کې یې شک نهشته؛ ځکه زیاتو اصحابو
اورېدلی او په متواتره توګه روایت شوی دی؛ دا اخطار د داسې شومې پدیدې د موجودیت
ښکاره دلیل دی، کومه چې آن هغه وخت د پېغمبر د اندېښنې او غوسې سبب شوې وه.
د حضرت پېغمبر تر وفات
ورسته د روایتسازۍ بازار لا ډېر ګرم شو، داسې چې حکومت په اندېښنه کې شو او دوهیم
خلیفه حضرت عمر فرمان صادر کړ، چې له دې کار څخه اجتناب وکړي، حتیٰ ځينې مشهوره
څیرې لکه (کعب الاحبار) او (ابو هریره) یې په مجازات او تبعید تهدید کړل.
حضرت عایشې(رض) هم
په ځلونو له دې پدیدې سره مخالفت اعلان کړ.
د صحابهوو تر منځ په
داخلي جګړو کې، چې د سترې فتنې په نامه شهرت لري، دا کارونه لا زیات شول،
هرې ډلې جعلي روایتونه جوړول او یا مخکېني جعلي روایتونه یې پهخپله ګټه او د نورو
په زیان کارول. دغه حالت د عبدالحکیم بن مروان تر وخت پورې ادامه پیداکړه او
بلاخره د هغه د خلافت دستګاه د بیا جوړولو لهپاره همدا روایتونه په کار واچول؛
ځکه د روایتونو دستګاه د خلافت او د قدرت د تحکیم اساسي برخه وه؛ بیا ورسته د هغه
وراره عمر بن عبدالعزیز ټولو دولتونو ته فرمان ولیږه، چې د احادیثو په نشر او پخش
کې مرسته وکړي، په دې شکل یوه نوی کسب ایجاد شو او له اسپانیا تر مرکزي اسیا
زرګونو خلکو ته د ډوډۍ موندلو زمینه سازي وشوه.
د حکومت له دې اقدام سره
جوخت په ورته ووخت کې اپوزېسیون ډلو هم د احادیثو په جعل نشر او پخش پیل وکړ او
غوښتل یي آیډولوژي په آیډولوژي وټکوي او د همدې اوږده او پيړیو کشمکش کې په هره
برخه کې زرګونه جعلي احادیث را منځته شول او د دیني فکر په برخه کې پراخ تناقضات
را منځ ته شول. له ۷۰ اسلامي فرقو او مذاهبو به یو هم ونه مومې، چې له دې جعلي روایاتو یې
ګټه نه وي اخیستي.
دوې پېړۍ په دې شکل تېرې
شوې او د دې کسب خاوندان، چې اهل حدیث یې ورته ویل، د قدرت په پوړیو کې ځان ته ښه
ځای وموند، چې ځینې وخت د امپراطوریو او خلافتونو ملګري او ځينې وخت یې په مخالفت
کې پاتې کېدل.
درېیمه پېړۍ کې د
عباسیانو د خلافت په وخت د حدیثو د کتابونو لیکل پیل شول، له صحیح البخاري او صحیح
المسلم نیولې، بیا تر لسګونو نورو کتابونو پورې، چې په دې برخه کې لیکل شوي دي؛ لږ
ورسته شیعهګانو هم د احادیثو د کتابونو لیکل پیل کړل تر څو له قافلې شا ته پاتې
نهشي.
د دې روایاتو په باب شک
او تردید له هغو لومړیو وختونو موجود و، څه د صحابهوو په وخت کې، څه تر هغه ورسته.
ځینې عقلپاله اسلامي
فقها، چې هغو ته یې (اهل رایه) ویل، د دې له وجې چې دغو روایتونو کې ځيني کمۍ او
کاستیانې موجودې وې، دا روایتونه یې نه منل. له دغو کسانو څخه یو تن هم امام ابو
حنیفه و، چې د روایاتو په اړوند له سخت دریځۍ او د ډېریو د رد په خاطر د اهل حدیثو
له شدید مخالفت سره مخامخ و.
د معتزلهوو ډله هم، چې د
وخت له کلتوري نخبهګانو څخه شمېرل کېدل، روایتپالنه یې مردوده او د ټولنې په
زیان بلله.
په دې ډول روایاتو لومړۍ
نیوکه د اسنادو په خاطر وه؛ ځکه یوه کس له یوه بل کس په شفاهي توګه یو روایت نقل
کاوه او هغه بل له بل څخه، چې دا سلسله او ځنځیر دوهسوو کلونو ته رسېږي، چې د یوه
شفاهي بیان د تحریف امکان زیاتوي.
بله خبره د راویانو او
هغو افرادو وه، چې حدیث یي روایت کړی دی، چې د اکثریتو شخصیت د بحث وړ دی؛ تر دې
ورهاخوا د اسلام په اولو ۱۵۰ کلونو کې کتابت دومره عام نه و؛ ځکه یو زیات شمېر راویان ګمنامه دي
او هېڅ ژوند لیک یې نهدی موندل شوی.
د یوه معاصر شېخ متولي
صالح ابراهیم د علمي څېړنې پر اساس د صحیح البخاري ۹۰٪ احادیثو راویان ورک خلک دي، د نورو احادیثو
کتابونه او نقل شوي روایات خو لا لېرې خبره ده. د دې علاوه په کافي اندازه متني
قرینې موجودې وې، چې په روایتونو شک وشي. له تناقضاتو نیولې، بیا تر فرقهیي
تمایلاتو او بیا تر فرهنګي عرف او اقتباساتو او آن دا چې د اهل کتابو او نورو
دینونو له منابعو هم پهکې کار اخیستل شوی دی، چې دا وضعیت تر پخوا اوس په ښه توګه
جوتېږي.
له بله اړخه د عباسیانو
امپراطورۍ کې د خلیفه المتوکل له دورې دولتي دستګاه همېشه د روایتپالنې په طرف
وه، چې د روایتپالنې مخالفین او عقل پالونکي یې مجبوره کول، د خپلې ایمان دارۍ د
اثبات لهپاره له روایتونو استفاده وکړي او د اهل حدیثو په خوښه وناڅي، چې په دې
شکل سره بېخي ډېر روایتونه د پېغمبر د احادیثو په نامه د دیني علم ذخیرې ته ورزیات
شول او اسلام، قران او فقه ټول د اهل حدیثو او روایت پالنې تر تاثیر لاندې راغلل.
ورستۍ مرحله هغه وه، چې
په پینځمه هجري پېړۍ کې اسلامي سکولاسټیک د سلجوقیانو د امپراطورۍ په مټ له عباسي
خلافت سره په همغږۍ ایجاد شو او روایتپاله عقل د ټولنې په مسلط جریان بدل شو.
تر دې وروسته نور
جریانونه له صحنې ووتل او اسلامي تمدن له خپلې زرینې دورې ووت او د علم او عقل د
انحطاط دوره پیل شوه. همدا د روایتپالو لاره وه، چې نه یې له تاریخه درک درلود او
نه یې راتلونکي چلنجونه پیشبیني کولی شو، چې په همدې شکل اسلامي هېوادونه لومړی د
صلیبي جګړو او ورسته د مغولو د حملو له وجې یو په بل پسې سقوط او د عباسیانو
اسلامي خلافت نابود شو.
تر هغه ورسته د عثمانیانو
امپراطوري تر یوه حده د نظامي او سیاسي پاشلتیا مخه ونیوله؛ ولې بیا هم همدا د
روایتپالنې جریان و، چې د علمي او فرهنګي نهضت او بیا غوړیدنې مخه یې نیوله او نه
توانېدل، چې د یوې سترې سیاسي پاشلتیا مخه ونیسي.
نن ورځ تر بل هر وخت ډېر
مذهبي افراطیان او توند لارې ډلې په همدې روایتونو تکیه کوي او د داسې روایتونو په
مټ، چې فقهې او اسلامي علما یې په حقانیت کې شک لري؛ هېوادونه یې له سترو ننګونو
او ستونزو سره مخ کړي دي.
د روایتپالنې وروستۍ
نخسه اوس طالبانو نندارې ته وړاندې کړې ده، چې د هېواد خلک یې تر ستوني راوستي دي.
موږ نهشو کولی، د اهل
حدیثو په میتود د هغه مشکوک روایت په باب څېړنې سره، چې له وجې یې زموږ د هېواد
مېلیونونه خوېندې پر بدبختۍ اخته شوې دي، د سریښو له دې ډنډ څخه ووځو؛ خو دومره
کولی شو خلکو ته دا معلومات ورسوو، چې د حدیثو په نامه دا روایتونه د سلګونه کلونو
په اوږدو کې تحریف شوي او جعل شوي دي او له څو محدودو پرته یې، چې متواتر حدیثونه
یې بولي، د نورو ټولو په حقانیت کې شک موجود دي.
یواځې د ګوتو په شمار څو
حدیثونه د محتوا له نظره له قران سره همغږي لري، چې احتمال لري، د پېغمبر خبرې دې
وي؛ نور ټول یې هېڅ د باور وړ نهدي، که څه هم د اهل حدیثو لهخوا د صحیح، متفق
علیه او یا دې ته ورته نومونو یاد شوي وي.
له قران محوره دیانت څخه
حدیث محوره دیانت ته انتقال شیخ محمد غزالي د خپل کتاب په سریزه «فقه السیره» کې
بیان کړی دی او همدارنګه هغه کتاب، چې ما دوې لسیزې مخکې د «شتاب در بیراهه»
تر عنوان لاندې چاپ کړی و، دا موضوع یې یوه فصل «در دنیایی اشفته روایت ها»
کې سپړل شوې ده. هغه یو بل کتاب لري، د «سنت نبوی میان فقها و اهل حدیث»، چې بیا
هم په همدې مبحث را ګرځي؛ خو پر دې باب یو مفصل تحقیق، چې علمي ارزښت لري، سوري
څېړونکي جورج طرابیشي لیکلی او عنوان یې «من اسلام قران الی اسلام حدیث» دی، چې د
دې موضوع پراخ اړخونه یې څېړلي دي.
تر څو چې مسلمانان د
روایتپرستۍ او روایتپرستانو له منګولو ازاد نهشي او نور د منبر افسانه غږوونکو
ته غوږ نیول بس نهکړي، تر هغو له اوسنیو مصیبتونو څخه د خلاصون لار نهشته.
Comments
Share with your friends: