Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2024-03-28 19:01:44 by Sikaraam Oraganization

کتاب: د لبنان ویاړ

 

لیکوال: خلیل جبران

 

ژباړن: عصمت الله ذهیر

 

لیک: انور مزل

 

 

جبران یو غوره ادرس

 

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

 

 

نن سبا د ژباړي بازار سخت ګرم دی؛ ځیني کسان ددي مخالفت کوي، او یو اضافي کار یې بولي مګر دا هم د منلو ده چي ژباړه د یو ولس او خلګو په پرمختګ کي هغومره برخه لري لکه تخلیق چي یې لري۔۔۔

 

په دي کي شک نسته چي نړۍ لوی انقلابونه د ژباړي له ادرسه کړي دي؛ مګر دلته د نورو بیکاره سبکونو په شان دغه هم خورا سست روان دی یا هم روان وه.

 

دا د تیري زماني خبره ځکه کوم چي ما خپله تر ډېري زماني پوري یوازي د محی الد ین نواب، نسیم حجازې او عنایت الله التمش ژباړل شوي کتابونه لوستل.

 

 

داسي نه وه چي دغه ژباړي بېکاره وې، یا ښې نه وې پرته له حجازي د نورو ټولو ژباړل شوي کتابونه اعلي ول، مګر خبره دا وه چي د دغو لیکوالانو ناولونه یا کیسي نوي نه وې، یا کله چي ما دغه کتابونه لوستل نو هغه وخت کي د نړۍ ادبیات ډېر مخ ته تللې ول، مګر د پاکستان لیکوالانو هم لکه زموږ د لیکوالو زړي کیسي لیکلې.

 

 

په ژباړه کي ستر بدلون زما په ګومان له 1395 وروسته راغی همدغه کتابونه ول چي پښتو ته د جبران، کامو، کافکا، ما کیز او ځیني نورو مشهور لیکوالانو کتابونه وژباړل شول، طبعي خبره چي په اول سر کي یې هر کلی هم چندان نه وه. ډېرو دا ګومان کاوه چي د ""کامو "" پر دی یاني څه؟ د کافکا ""مسخه "" یاني څه؟ خو دوی هم ملامت نه ول ځکه دلته له دغو اثارو سره شناخت بیخي نه وه.

 

 

په هر حال اوس چي د ژباړي ډکر پراخ او ښکلی شو ادبیاتو هم ورسره تغیر وکړ، د ډېرو اعلي کسانو کتابونه راغلي او ریښتیا هم یو نوی بدلون دی.

 

یو له دغو کسانو چي ښه او اعلي کتابونه یې ژباړل شوي دي هغه جبران خلیل جبران دی.

 

جبران په واقعي مانا د نړۍ د اد بیاتو یو منل شوي څیره ده، چي هم یې اثار اعلي دي هم یې شهکارونه لیکلي دي.

 

جبران د نړۍ په ادبیاتو کي یو له هغو کسانو دی چي ډېر راج او حکومت یې د خلګو په زړونو چلولی دی.

 

 

پښتو له نیکمرغه او له بیخي ډېره نیکمرغه ددغه ستر لیکوال کافي او ډېر اثار په خپله لمن کي لري؛ چي یوه نوي زیاتونه ده.

 

پښتو ته د جبران دغه کتابونه ژباړل شوي دي 1د لبنان ویاړ جبران 2 زهر او اوبه 3 پېغمبر 4 میین پیغمبر۔۔۔۔

 

 

په پورتنیو ټولو اثارو کي یې تر ټولو غوره ژباړل شوی د لبنان ویاړ کتاب دی، دغه ادعا ځکه کوم چي د جبران په دي ژباړل شوي کتاب کي هم د جبران ژوند لیک هم یې د ادبي ټوټو هم یې یو ناول او هم یې د کیسو ځیني بیلګي راغلي دي.

 

نوي ادیبان که غواړي نوی تخلیق نوي خبري او د کیسو جالب سبک وویني نو د دوی لپاره جبران یو غوره ادرس دی چي باید ویې لولي.

 

دلته به د زهیر باچا له ژباړل شوي کتاب "ځګ او شګي "کتاب نه د هغت ځیني انتخابونه ولولو تر څو خپله ادعا ورباندي ثابته کړو

 

 

 

1 کله چي دوه ښځي په خپل منځ کي خبري کوي نو له خبرو یې هیڅ مانا نه اخیستل کیږي خو کله چي یو ښځه خبري کوي نو بیا یې په خبرو کي د ټول عالم دردونه وي.

 

 

2 فریبجن به دم ګړی بریالی شي مګر دا ښکاره ده چي انجام یې ځان وژنه ده۔

 

 

3 کوم څوک چي د خیر او شر تر منځ واټن پیژندلی شي هغه په واقعي مانا خدای ته رسیدلی شي.

 

 

4ډیر کله انسان د ځان ژغورني په دوران کي ځان ووژنې۔۔۔

 

 

5 یوي ښځي ویل: . جنت به څه رنګه سپېچلی نه وي چي ځوان زوی مي پکي له لاسه ورکړی دی.

 

 

6لعنت دي وي پر هغه قوم چي له عقیدو برخمن او له مذهبه خلاص وي

 

 لعنت دي وي پر هغه قوم چي خپل جوړ کړی ټوکر نه اغوندي .

 

 ډوډۍ خوري د خپلو کروندو یې نه وي ، شربتونه څښي د خپلو میوو یې جوړ نه وي.

 

  لعنت دي وي پر هغه قوم چي تر هګر اتل نوموي جوش او رنګ لرونکی خپل اتل پاموي .

 

  لعنت دي وي پر هغه قوم چي یې ږغ نه اوریدل کیږي پرته په جنازه کي د ګډون کولو په مهال چي پر خپلو کنډوالو ودریږي خپلي شیخاني څرګندوي .

 

او تر هغو مقاومت نه کوي تر څو خپل سرونه تر توُره لاندي او په دار ځړوند و نه ويني !

 


Comments

Share with your friends:

reply