Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2024-03-21 05:00:29 by Sikaraam Oraganization

که د الفاظو زور د محبت اثبات شي، د بې ژبې مخلوق په مینه به څوک باور وکړي؟!

#پاتې_شه_باران_دی د ښاغلي مصطفی سالک شهکار اثر دی په لومړی ځل ۱۷ کاله مخکې چاپ شوی. نهم چاپ یې زما لاس ته راغی او په یو ځل مې مطالعه کړ.

په دې چاپ کې یې ناول، یوه لنډه کیسه او د کتاب په اړه د لوستونکو نظرونه هم راخیستي چې لنډه کیسه او ناول یې تقریباً یوه سوژه دي، د کیسې ځینې صحنې داسې انځور شوي چې مخکې له مخکې راتلونکې پیښې موږ ته راښیي چې تلوسه یې لږ څه کمه کړې ده.

دا کتاب د یو ښه ناول ځانګړنې لري. د کرکټرونو تر منځ کشمکش یې ښو بحثونو ته لاره خلاصه کړې ده. هنري برخه یې قوي ده په زړه پورې جملې لري. ځینې جملې خو یې بیخي د زړه تل ته ننوځي.

فلسفي بحثونه هم د مکالمو په شکل راغلې دي.

په دې ناول کې زموږ د ټولنې زده کړو، دودونو او ناکامې مینې ته کتنه شوې.

همدارنګه زموږ د لوی کور  د ځینو سیمو په اړه هم خبرې شوي.

هغه څه چې زما په دې کتاب کې خوښ نه شو؛ د کتاب په پای کې د لوستونکو نظرونه را وړل وو ځکه د لوستونکو نظرونه په دې خاطر راوړل شوي چې د دې کتاب ارزښت نویو لوستونکو ته ور وښيي او بل د بازار موندنې په خاطر خو ښه کتاب پخپله ځان لوستونکو ته ورښيي د خپل کتاب صفت کول د کتاب ارزښت نه شي لوړولای.

هغه څو جملې چې زما په دې کتاب کې خوښې شوې دلته یې را نقلوم:

☆د سیلانیانو د زړه راښکون لپاره دا خلک همداسې وروسته پاتې ساتل شوي. (دا جمله یې د ښکلیو سیمو د شاته پاتې والې په خاطر لیکلې).

☆د اشیاوو ارزښت نسبي دی، یو څیز له یوې زاویې ښه او له بلې بد کیدای شي.

☆فطرت له جمال او جلاله ډک د خدای ﷻ هغه کتاب دی، چې د نړۍ د هر نالوستي انسان سترګې یې هم لوستی شي.

☆ د قام مینه په لا شعور کې ده د نسل په نسل راځي.

☆عجیبه ده زموږ خلک د زوی د زده کړو لپاره

د پلار نیکه هډوکي پلوري، ځمکې خرڅوي خو د لور تعلیم شرم ګڼي او ځینې خو مې داسې هم لیدلي چې د زده کړې لومړی ګام یې د کفر په لور ګڼي زه بېخي حیران یم دا خلک به کله د تعلیم سره اشنا کېږي او د حافظې پر تخته به کله دا جمله لیکي چې ښځه هم انسان دی.

تاسو ته یې هم د لوستو بلنه درکوم.


Comments

Share with your friends:

reply