Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2024-03-12 06:13:13 by Sikaraam Oraganization

پښتانه؛

د افغانستان او پاکستان د راتلونکي ناحل شوې مسله

دا د پاکستاني لیکوال ابوبکر صدیق اثر دی چې ملګري آقا محمد قریشي پښتو ته ژباړلی دی.

دا کتاب چې څلور برخې او یولس بیلا بیل څپرکي لري په دوه سوه اته اویا مخه کې اکسوس کتاب پلورنځي په دوه زره او نولس کې چاپ کړی.

په عموم کې پښتانه کتاب د پښتانه قام په عمومي جوړښت، د دوئ په جغرافیه، سیاسي او مذهبي اړخ چې د خورا ډېرو ستونزو لامل ګڼلی کیږي بحث کوي. همدا شان په یاده سیمه کې په ځانګړې توګه په قبایلي سیمو کې پر ترهګرۍ، ناامنۍ او د دې فتنې ودې ته کتنه کوي.

لیکوال په (پښتانه) کتاب کې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د پرتو پښتنو پر تاریخي او کلتوري اړخ رڼا اچولې. همدا شان لیکوال پر هغو دلایلو څیړنه کړې چې څنګه دا سیمه د پنځو یا شپږو پیړیو منزوي شوي سوله خوښه خلک یې ترهګرۍ کې ښکېل کړي دي. د دې څېړنې ارزښت پدې کې دی چې لومړي لاس معلومات او ښه تحلیل پکې وړاندې شوی.

”ابوبکر یوازې د پښتانو په اړه پوښتنه نه کوي، بلکې ځواب یې هم وایي، دا پوښتنه یوازې له پښتنو نه کوي، بلکې له کابل او اسلام اباد څخه یې هم کوي“.

پوره لنډیز به یې زما پر یوټیوب چینل شریکیږي.

Www.YouTube.com/@Book_Readers


Comments

Share with your friends:

reply