Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2024-03-08 06:28:42 by Sikaraam Oraganization

کتاب:  په هندارو کې ارواوې

لیکوال: خلیل جبران

ترتیب او ژباړه: انعام ګوهر


ډېر ژر ستاسې ارواوې په هندارو کې........

جبران بې پولې ليکوال دی،هغه له مينې غږېدلی،د ارواوو مرموزې ژبې ته يې د زړه راښکونکو لفظونو جامه وراغوستې،په انسانيت باور لري او تر بلې هرې اړيکې ورته د مينې او عشق هغه اړيکې مهمې دي چې لوی خدای يې په اسمانونو کې...تر هسک پورته د ارواوو په نړۍ کې پخپله جوړوي،ځکه خو جبران دتر يوې ژبې پورې محدود نه دی،د هرې ژبې ليکوال دی،ځکه د هر چا د زړه خبره يې کړې ده.

ما هم پخپله مينه او شوق د جبران خبرې د زړه په غوږونو اورېدلې او پوره هڅه مې کړې چې خپلې پښتو ته يې وژباړم....زه پوهېږم د جبران غوندې د يوه ستر ليکوال د قلم او ژبې حق به مې نه وي په ځای کړی، خو شپې مې په ويښه ورته تېرې کړې،هره جمله مې له ځانه سره تر لسو وارو زياته تکرار کړې،هرې جملې له ځانه سره وړی يم او په زړه کې مې د زړه له ژورو سوچ پرې کړی.

زما په اند ژباړه اسان کار نه دی....بيا په خاصه توګه هنري او تخيلي ژباړې !

په سياسي او تاريخو ژباړو کې يوازې د مطلب لېږدول مهم دي خو په هنري ژباړو کې په کار ده چې په لفظونو او جملو کې دومره زور او ژوروالی پيدا کړې لکه په اصلي متن کې....په ژباړه کې سړی له يوې خوا اړ وي وي چې د ليکوال د ژبې اصول او د هغه ځانګړی سبک هم په نظر کې وساتي او تر څنګ يې د خپلې ژبې اصولو ته هم زيان ونه رسوي او د ليکوال د زړه خبرې ته هم په کې صدمه ونه رسيږي.

د يادونې ده چې د جبران ژباړه تر دې وړاندې هم په پښتو ژبه کې شوې ده، خو ما د جبران له ټولو کتابونو غورچاڼ کړی او له پخوانيو ژباړو سره په پرتلې مې پوره هڅه کړې چې نوي شيان په کې وژباړم.يو نيم مضمون که تکرار و هغه به زما د شوق وجه وي.

په دې ژباړه کې د جبران له لاندې کتابونو استفاده شوې :

Tears and Laughter

The Prophet

The Madman

The voice of the Master

The Forerunner

The Wanderer

Thoughts and Meditations

Between Night & Morn

Mirrors of the Soul

Secrets of the heart

The treasured writings of Kahlil Gibran


Comments

Share with your friends:

reply