Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2024-03-06 06:02:38 by Sikaraam Oraganization

کتاب پيژندنه:

پوهول او پوهيدل: د مسلکي مفاهمې پرمختللي مهارتونه او سلوکونه آیا فکر کوئ چې په شخصي او مسلکي اړيکو کې مو څوک پر خبره نه پوهيږي؟ آیا په بهتره توګه نشئ کولای نور پر څرګنده او بااعتماده توګه پوه کړئ؟ آیا نور ګيله من دي چې پر خبره مو سر نه خلاصيږي؟ د بهتره درک او اوريدو ستونزو په اړه فکر کړئ؟ زموږ کتاب کولای شي له تاسې سره مرسته وکړي. په دې کتاب کې به تاسې ولولئ، چې څرنګه: - بهتره غوږ ونيسئ او د نورو پر ويناوو پوه شئ - څرنګه په غوره او څرګنده توګه خپل پيغام نورو ته ورسوئ، نور پوه کړئ - ستونزې، شخړې او پيچلې خبرې اترې د متقابل درناوي او منل شوو اصولو په رڼا کې پر مخ يوسئ - د اغيزمنې خپلمنځي مفاهمې له لارې شخصي او مسلکي اړيکې غښتلې کړئ - د مسلک پوهانو له شخصي تجاربو او کيسو څخه یې عملاً زده کړئ مفاهمه د نن يو تر ټولو مهم مهارت بلل کيږي، مهمه نه ده چې په کوم مسلک کې ياست، ښه مفاهمه تاسې د پرمختګ او ودې بیلابيل فرصتونه رامنځ ته کولای شي. که دغه مهارت نوی زده کوئ يا له وړاندې پکې پوهه لرئ، په هر صورت کې زموږ کتاب له تاسې سره مرسته کولای شي، تر څو د مسلکي او ريښتونو تجربو په رڼا کې خپل اړونده مهارتونه نور هم بهتره کړئ! د کتاب د څپرکو لنډيز، (۱) لومړی څپرکی: ښه مفاهمه ولې مهمه دی، (۲) دوهم څپرکی: ژبه او پيغام، (۳) درېيم څپرکی: مخاطبین، (۴) څلورم څپرکی: اغېزناکه لیکل، (5) پنځم څپرکی: ليکلو ته تياری، (۶) شپږم څپرکی: ليکنه، برخې او کړنلاره، (۷) اووم څپرکی: غبرګون، پر مفاهمه نظر ورکول، (۸) اتم څپرکی: مسلکي خپلمنځي مفاهمه، (۹) نهم څپرکی: مذاکره او خبرې اترې. په ټول افغانستان، پيښور او کوټه کې يې له خپلو نږدې کتاب پلورنځيو څخه ترلاسه کړئ، پوښتنه لرئ له موږ سره په اړيکه کې شئ.


Comments

Share with your friends:

reply