کتاب:جمهوریت لیکوال: فلاټو یا افلاطون ژباړن: سید نظیم سیدي صفحو شمیر: ۶۷۳ د تېرو دوولس ورځو را په دېخوا مې د فلاټو یا افلاطون (جمهوریت) نومی کتاب ولوست. جمهوریت د فلاټو هغه نړیوال شهکار اثر دی چې په غالب ګومان د نړۍ ټولو ژوندیو ژبو ته ژباړل شوی، لیکوال او پوهان جمهوریت هغه اثر ګڼي چې د نړۍ د سیاسي نقشې لید لوری یې بدل کړی دی. د فلاټو جمهوریت د «سقراطي» مکالمو په نامه هم یادیږي او نوموړي کتاب د سیاست، فلسفې او اخلاقو په ډګر کې کلاسیک ارزښت تر لاسه کړی او د نننۍ لویدیځې فلسفې له اهمو بنسټونو څخه شمیرل کیږي. جمهوریت مو د فلسفې په بنسټونو پوهوي. که د فلسفې په اړه لیکل شوي کتابونه وګورو نو یو کتاب به هم د جمهوریت له حوالې پرته نه وي لیکل شوی، ځکه جمهوریت په هغه وخت کې لیکل شوی دی، کله چې فلسفه د خلکو په عقیده په اسمانونو کې وه. هغه وخت فلسفه ډیرو انسانانو ته عجیب و غریب علم وه، چې د ابهام په ګردونو کې یې ځای ځای ځلا کوله. له فلسفې څخه د ابهام ګردونه هغه وخت ورو ورو کمیدل چې سقراط فلسفه له اسمان څخه ځمکې ته راښکته کړه. له سقراط وړاندې او د «تالیس ملتي» په وخت فلسفه خلکو په اسمانونو کې لټوله، مګرم «سقراط» یوازینی فیلوسوف و، چې انسان يې د خپل فکر او څېړنو محور وګرځاوه. جمهوریت اصلاً د سقراط له کړنو بحث کوي، په دغه کتاب کې فلاټو هغه څوک دی چې د سقراط نظریات یې راټول کړي او لیکلي. فلاټو د سقراط وفادار او نیږدې شاګرد دی. لکه څنګه چې جوته ده جمهوریت یا Republic اساساً له دوو کلیمو res او public څخه جوړه شوې لاتیني اصطلاح ده، چې لغتاً معنا یې (عامه مسایل یا عامه چارې) دي. په تشریحي بڼه جمهوریت د هېوادونو په سیاسي جوړښت کې یو داسې نظام دی، چې د خلکو په اراده او د ازادو ټولټاکنو له لارې رامنځته شوی وي. یا په بل عبارت جمهوریت هغه ولسواکي ده چې د یوې ټولنې اوسیدونکي په کې خپل برخلیک په خپله ټاکي. که څه هم د فلاټو په جمهوریت کې د نن ورځې په تعبیر د ولسواکې ټولنې اړوند ډېر څه نشته؛ خو بې له شکه د سیاسي نظامونو او جوړښتونو په اړه ډېر هغه څه لري، چې پوهاوی یې ټولنو، ولسونو او په تېره بیا چارواکو او سیاستوالو ته اړین دي. سره له دې چې د فلاټو د "جمهوریت" اساسي لوبغاړي او بحث کوونکي «پولیمارکوس» او «سقراط» دي؛ خو وروسته یو شمیر نور اکتوران هم صحنې ته راننوځي او دا سیاسي، فلسفي، تاریخي او اخلاقي داستان د یوه ډیالوګ په بڼه تمثیلیږي او هر لوری هڅه کوي د منطق او استدلال له لارې یو پر بل باندې بری ومومي. په خپله د سقراط هویت او افکار تر ډېره بریده د ابهام تر پردو لاندې لاندې پټ دي او تر ډېره د سقراط شخصیت افسانوي پاتې شوی خو بیا هم د هغه شاګردانو کوښښ کړی، چې د نوموړي افکار ژوندي وساتي، ولیکي او د نوموړي یو کره او عادلانه انځور نړۍ ته وړاندي کړي. د فلاټو د جمهوریت منځپانګه اصلاً "فاضله مدینه" یا خیالي ټولنه ده او دا هغه خیالي ټولنه ده، چې د لیکوال د خپل فکر ترسیم او محصول ده. د جمهوریت بله موضوع د فیلسوف ځانګړنې بیانوي، هغه څوک چې د ټولنې واکمني له ده سره ښایي او پرته له هغه باید بل څوک د واک پر ګدۍ خیټه وانه چوي. په داسې حال کې چې په جمهوریت کې وروستۍ موضوع د حکومتي سیستمونو په جلا جلا اړخونو څرخي او په اصل کې همدا درې موضوعګانې د جمهوریت د لس ټوکېزه کتابونو اصلي محتوا جوړوي، چې په کلاسیکه بڼه په کې را نغاړل شوي دي. که په منطقي لحاظ فکر وکړو له هغه یونان څخه چې سقراط، فلاټو، ارسطو، هومر، پورپیدیس، سوفوکل، اشیل، طالس، هراکلیټ، ډیموکرېتوس او نورو سر را پورته کړی، جوتیږي چې نوموړي عالمانو د اوسمهالو علومو، فلسفې، منطق، هنر، ادبیاتو او اټومي نظریو ریښې همدغه یونان ته ور عطا کړي دي. نو همدا وجه وه، چې دوی فکري روزنه کوله او له نن دوه نیم زره کاله د مخه یونان هغه هېواد و، چې مختلف سیاسي نظامونه پکې موجود او زغمل كيدل، په داسې حال کې چې حتا اوس یو شمیر هېوادونه، لکه افغانستان د ډیموکراسۍ او جمهوریت په څېر نظام نه شي هضمولی؛ خو د هغه وخت په یونان کې یې تطبیقي وجود درلود. د کتاب سرلیک اصلاً په یوناني ژبه کې "politeia" یا سياسي نظام دی، چې په لاتین کې بیا په جمهوریت اړول شوی او له له "23" مکالمو او "10" کتابونو یا ټوکونو څخه جوړ شوی دی. کتاب د عدالت په اړه د سقراط او پولیمارکوس تر منځ له مکالمې پیل کیږي او وړاندې د اخلاقو، فلسفې، سیاست او نورو موضوعاتو خواته غځیږي. د سقراط او پولیمارکوس سربېره د مخالفینو نظریات هم په قوت سره مطرح کیږي او په دې توګه لوستونکي د موضوع ژورو ته ورننوځي او ورسره د استدلال او منطق له اصولو سره هم اشنا کیږي. که څه هم جمهوریت ټول لس کتابه دی، خو د موضوع له مخې درې مهمې برخې رانغاړي، چې یوه برخه یې د ایډیال ټولنې یا فاضله مدیني په اړه ده، بله یې د یو فیلسوف اوصافو ته ځانګړې شوې او په درېیمه برخه کې د حکومت په بېلا بېلو ډولونو لکه (تیموکراسي یا ځان غوښتنه، الیګارشي یا ګډوډي، دیموکراسي او تیراني (د دیموکراسۍ افراطي بڼه) باندې بحث کېږي. که څه هم فلاټو د "قانون" پنامه یو بل پنډ اثر هم لري، خو د فلاټو یا افلاطون ټوله فلسفي جهان بیني تقریباً په جمهوریت کې خوندي شوې ده. دا کتاب چې په کومو موضوعاتو بحث کوي، هغه په نړۍ کې د انسان له پیدایښت سره سمې پیدا شوي دي او تر څو چې دا خاورین انسان ژوندي وي، نو دا ډول کیسې به ورسره ملې وي. فلاټو هغه څوک و، چې د سوفسطایي بحثونو او غونډو وروسته چې کله د ځوانۍ زوږ ته ورسېد، نو خدای پرې مهربانه شو او له سقراط یا "استاد کُل" سره یې پیژندګلوي وشوه، چې له برکته یې افلاطون په نړۍ کې ډېر وځلید. کله چې فلاټو د سقراط سره مخامخ شو، نو سقراط شپېته کلن و او فلسفه یې دا وه، چې: ټولنه باید لوستې او پوهه شي او په همدې خاطر به یې خپله ټوله ورځ په اخلاقي مسایلو او فلسفې بحثونو تېروله. سقراط به ویل انسان باید له بدیو او ستونزو څخه وژغورل شي او دا هغه مهال شونې ده چې دوی له جهالت را ووځي او پوهه پیدا کړي. سقراط به تل هڅه کوله چې له ځوانانو سره خبرې اترې وکړي او په دې مسایلو یې پوه کړي، هر هغه شی چې تاسې یې نن د معبود په توګه ستاینه او عبادت کوئ، یو مهال به له هغې څخه د طبیعت په توګه ګټنه وشي، چې همداسې وشول، نن سبا خلک له لمر څخه برېښنا جوړوي، په اور باندې لسګونو کارونه ترسره کوي او له مال څخه ډول ډول ګټنې کوي او دا هغه څه وو، چې هغه محال یې عبادت کېده. په هر حال کومې خبرې، چې سقراط ځوانانو ته ویلي هغه د دې لامل شوې، چې پر سقراط باندې د وخت حکومتونو د فاسد العقیدې او خدای نه پیژندونکي ټاپه ووهله او بالاخِره د وخت سخته سزا چې هغه د زهر ورکولو (اعدام) و، هغه یې پرې ولوروله او نور یې د تل لپاره له دې نړۍ څخه د فلسفې "استادِ کُل" رخصت کړ. فلاټو له دې وروسته د سقراط په مړینه سخت خفه شي، که څه هم په سیاست کې د ګډون لېوال و، خو کرکه یې ترې وشوه، په فلسفې پسې مټې را بډ وهلې، دسقراط نظریات یې راغونډ کړل، د اکادیموس پنوم یې یو اکاډمي جوړه کړه. د وخت په تیریدلو سره دې اکاډمۍ په لوړه سویه ځوانان فارغ کړل چې له هغې ډلې څخه یې یو هم ارسطو و. فلاټو د اکاډمۍ د تاسیس پر مهال څلویښت کلن و او څلویښت کاله یې همدلته تدریس وکړ. فلاټول ټول اووه ویشت بېلا بېل اثار (رسالې) لري، چې ټول یې د (سقراط خبرې اترې) پنامه مشهور دي او لامل یې دادی چې په ټولو اثارو کې یې یوه خوا هرو مرو سقراط وي. فلاټو د ژوند له ډیرو ستونزو له ګاللو وروسته په اتیا کلنۍ کې د ۳۴۸ ق.م کال کې ومړ او د تل لپاره یې له دې نړۍ سره مخه ښه وکړه، خو مرګ یې داسې نه و، چې نوم او نښان یې ورک شي، بلکې ده په خپل ژوند کې داسې کارونه او کارنامې په میراث پرېښودي دي، چې آن مونږ یې (دوه زره او څلور سوه) کاله وروسته هم یادوو او له اثارو یې ګټنه کوو. جموریت د (فلسفې، سیاست، اخلاقو، عدالت او نورو ټولنيزو) مسایلو اړوند د مُطالعې معتبر ادرس دی.
Comments
Share with your friends: