Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2024-02-26 13:14:33 by Shabnam Khan

د کتاب ليکوال هاکان منګوچ او ژباړه يې شېرخان حساس او زينت سهاک کړې.

- لکه څرنګه چې يې له نوم څخه څرګندېږي،کتاب په ټولييز ډول په ژوند کې رامنځ ته کېدونکې پېښې تصادفي نه بولي بلکې دا پېښي د يوه جوړونکي په واسطه هغه کره پلانونه بيانوي چې زموږ د زده کړي،پياوړتيا او برياليتوب لپاره لاره پرانيزي.


- کتاب سپارښتنه کوي چې د رامنځ ته کېدونکو پېښو يوازې منفي اړخونه ونه کتل شي بلکې هغه اړخونه يې چې ظاهرا پټ خو په ژوند کې بنسټيز رول لوبوي هم وکتل شي، د پېښي‌ پايله منفي محاسبه نه شي بلکې مثبته پايله ورڅخه لاس ته راوړل شي.


- په ريښتيا هم که موږ د رامنځ ته کېدونکو پېښو عمق ته لاړ شو او هر اړخيزه څېړنه يې وکړو، وبه وينو چې هيڅ پېښه تصادفي نه ده بلکي زموږ لپاره ډېر څه له ځان سره لري.


- دا بايد ومنو، پېښه که ښه وي او که بده،که مو خوشحاله کړي يا خپه، د تل لپاره زموږ په ژوند کې مثبت رول لوبوي، يوازي بسنه کوي چې موږ د پېښي مثبتو اړخونو ته ريښتينې کتنه وکړو.


- له بل لورې ليکوال د کتاب په اوږدو کې په عملي بڼه ښيي چې څنګه د الله سبحانه وتعالی ارادې ته تسليم شو او څرنګه په خپل ژوند کې وېرې لري کړو.


#کتاب په لوستلو ارزي،ويې لولئ،ډېر څه به ورڅخه زده کړئ.


#دا کتاب د نبي زاده ورور ډالۍ وه،ما يې هم په ويلو کې پوره اخلاص وکړ.


Comments

Share with your friends:

reply