Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2024-02-05 09:13:08 by Sikaraam Oraganization

کتاب: بڼکه

لیکوال: ماتیسن

لنډېز: یوسف مشال

پدې وروستیو کې مې دا عادت شوی چې د هر کتاب څخه وړاندې د هغه لیکوال په اړه لولم؛ خو چې د ښاغلي ماتيسن په اړه مې "نړیوال ادبيات"  او نور ځايونه پلټل پيدا مې نکړل شول. دلته به يې د بڼکه ناول لنډېز ولولو:

راجر دالټن پدې تور چې دوولس سوه(١٢٠٠) لېرې یې پټي کړی دي، بندې کېږي، دي له درې کاله بند پس ازاديږې؛ خو له دي امله چې غلا یې کړی وه، څوک یې پوښتنې ته نه ورتله.

څو ورځي بعد چې پيسو ته مجبور شو، خپل ملګري ويويان ته ورغی تر څو خپل ليکل په هغه وپلورې. دوست یې هغه ته سل لېرې ورکړي او ده ورته خپل لیکلې پرپړې په میز پريښودي.

راجر په دې پاڼو کې خپل سرګذشت لېکلی وه، دی د بېمې د شرکت یو کارمند ده، د بيمه شوي برنارډ کوترال د مړيني د سبب د معلومولو لپاره د ارټیسټو کوڅو ته ځي، هورې يې د کور په دروازه کې غوږ نیسې او له دننه يو ښځينه ښکلی آواز- چې سندرې وایې- اوري. هلته د ننه چې د هغه میرمن ګورې چې ډېره ځوانه و ښايسته ده، دی حیرانېږي چې برنارډ دومره زوړ او میرمن یې دومره ښایسته او دومره ښه آواز هم؛ جالب دي.

خپله څېړنه کوي او ډاکټران د مړي د خښولو اجازه ورکوي.

راجردالټن څو ورځي وروسته بیا ددي مېرمن ماویس ليدو له خپلې میرمن ایوا او لور څخه پټ راځي، خو دی ته دا نه وايې چې د ديدن لپاره راغلی بلکې ورته وایې چې زه تاسو ته د همکاري کولو په نيت راغلی یم.

راجر ددي په ځای چې د شرکت په غونډو کې ګډون وکړي د ارټیسټو کوڅو ته ځي او شپې د ماویس سره په مجلسو تېروي.

د بيمې د معاش په یوې برخې سره ګلان رانیسې، شراب اخلي او د ماویس سره د ګډ خوراک کولو لپاره خوراکې توکې پلوري، دوی ( راجر او ماویس ) په ګډه ښروا پخوي تر خوراک وروسته د بخارۍ په خوا کې سیګرټ څکوي.

راجر خپله معشوقه تشویقوي چې سندرې ورته ووايي خو ماویس بیا د خپل عاشق سره دا خبره نه مني او وایې چې ماته ګوډګرې ویلي دي چې که دي غږ چا واوريد؛ ضرور به بلا پرې راکوزېږي، خو عاشق یې دا خبره هسې ګروه بولې او وريادوي چې که هره بلا رانازلېږي، په ما دي راشي.

راجر په شپو- شپو هغې ته زارۍ کوي؛ چې سندره ورته ووايي. د معشوقې اراده یې سستېږي او آواز پورته کوي، سندره وايي. ددي غږ یو بل کس - چې د موسيقي استاد تېر شوی- اورې، راځي، دی ته وايې چې ستا غږ په نړۍ کې سارۍ نه لرې او داسې غږ په يوه پېړۍ کې یوازې یو کس لري او دا غږ د یوه کس حق ندې بلکې د ټولې دنيا حق جوړېږي.

راجر چې ددي کس خبرې واورېدې، لا یې قصد ټینګ کړ او ماویس ته یې وویل چې ته باېد د آواز زده کړې وکړي تر څو يوه مشهوره سندرغاړي او زه دي ځانګړی منشي شم.

په ماویس یې وس برېږې او د هغه وخت مشهور استاد ریزیو ته یې سپارلو اراده کوي.

استاد ریزیو دنړۍ مشهور سندرغاړي روزلي او دا يې اصول دي چې په درې کاله کې یوازي یو شاګرد مني او د نورو سره د ملاقات اجازه هم لا نه ورکوي.

کله يې چې ریزیو ته ورولي، هغه ته یې تر غږ، رنګ ډېر خوند ورکوي او د درې زرو لېرو په ځای زر لېرې فیس ورته ټاکي.

راجر دا اندازه روپۍ هم نه لري، خپل کشر ورور جارج ته ځي هغه قرض نه ورکوي بیا خپل مشر ورور ته ورځي، هغه چې ورسره قرض وکړي او چیک ورکړي کشر ورور یې خبرېږي او د هغه په لمسونه یې مشر ورور چیک ځنډوي.

راجر مجبوریږي او له شرکت څخه غلا کوي، دا پيسې استاد ریزیو ته د ماویس د روزلو په پار ورکوي. له ماویس سره د وروستي خدای په اماني پر وخت؛  هغه (ماویس) د ډېر خپګان له وجې د خپل خاوند برنارډ مړینه مني او وایې چې هغه يې پدې وجه وواژه چې دا يې تن فروشۍ ته مجبوره وله.

ماویس یې چې رخصت کړه تر هغه څو ورځي وروسته راجر ونیول او د درې کاله په سزا محکوم شو.

پدې درې کاله کې نه د هغه پوښتنه ته څوک ورغله او نه يې چا احوال واخیست، بس دی، پولیس، د جیل مشر او راهب چې دی یې کاتولیک کړ.

دری کاله وروسته چې راخوشی شو، معشوقه ماویس یې هم د دویم کنسرټ ورکولو ته نږدي وه،  بیلاخره د کنسرټ ورځ راځي،دی هم ورځي او د نورو خلکو غوندې هغې ته سره ګلان ورکوي، تر کنسرټ وروسته له استاد ریزیو پټه وعده ږدي او بیا د ارټیسټو په بوینو کوڅو کې د برنارد په کور کې سره ګوري.

ماویس له هغه ګیله کوي چې تا مې په درې کاله کې مازې پوښتنه هم ونکړه؛ خو دي بیا خپل حال ورته نه بیانوي. په غېږه کې یې نیسي، اما اوس چې ورته ماویس هغه ماویس نه ښکاري اوس ورته د استاد ریزیو په لاس روزل شوي مارویژي معلوميږي، دی بیا هم مينه ورسره کوي؛ خو ددي لپاره چې ماویس شهرت ته یې زیان نه وي اړولی دی څه کوي؟ ماویس په راتلونکي کنسرت کې چې د شاهي کورنۍ ټول غړو په شتون کې به وړاندې کیږي څه ډول ده؟

د هغه مېرمن ته څه ورپیښيږي؟ لور یې څنګه کيږي؟

دا ټول بڼکه درځوابوي.


Comments

Share with your friends:

reply