Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2024-01-22 07:06:30 by Shabnam Khan

له ژونده مې دا زده‌کړل...


د مشرانو،برياليو او علمي شخصيتونود ژوند ليکونه،د ژوند شخصي‌تجربې،خاطرې،ياداښتونه او د ژوند درسونو لوستل، په زړه پورې وي. او لوستونکو ته انګېزه ورکوي ترڅو خپل ژوند د‌دوی پر سټيج برابر کړي. او هغه څه چې د شخصيت د ښايست لپاره ګټور وي، په خپل ژوند کې ومني او برعکس هغه څه چې د شخصيت په زيان يې وي له خپل ژوند څخه يې لېرې وباسي. 


له ژونده مې دا زده‌کړل کتاب ټول 148صفحې لري او داخلي منځپانګه يې "د ژوند درسونه" دي. کتاب سوريايي ليکوال ارواښاد دوکتور"مصطفی السباعي" ليکلی دی. نوموړی ليکوال په ټوله اسلامي نړۍ کې د يوه کره علمي شخصيت په توګه پېژندل شوی نوم دی. دی سوريې ليکوال دی او په کال 1915کې زېږېدلی او په 1964 کې د ورپيښې ناروغۍ له امله وفات شوی دی. 


ارواښاد مصطفی السباعي ټول عمر، په مطالعه،څېړنه او مختلفو هېوادونو ته په علمي سفرونو تېر شوی دی.

او نوموړي ټول هغه درسونه او یاداښتونه چې په دې کتاب کې راغلي دي، د ژوند په وروستيو هغه شيبو کې ليکلي دي چې ددمشق ښار په يوه روغتون کې بستر وو، حال دا چې ډاکټرانو دی له هر ډول ليکلو او لوستلو منعه کړی وو. او هرڅه چې په دې کتاب کې راغلي دي ټول يې د خلکو سره د اړيکو درلودو او ناستې ولاړې کولو پر مهال لیکلي دي. ليکوال هرڅه چې په دې کتاب کې ليکلي دي، د هغه د ژوند کولو او د ژوند د تجربو خلاصه ده. 


کتاب کې کوچني، کوچني یاداښتونه او درسونه دي. داسې چې هره جمله او ليکنه يې خوندوره او له مانا څخه ډکه ده او همدا وجه ده چې په لوستونکي هېڅ نه غمېږي او د يوې ليکنې له لوستلو وروسته يې د بلې ليکنې او ياداښت لوستلو ته تلوسه پيداکېږي. کتاب ولولئ باوري يم چې په سخت حالت کې به درسره مرسته وکړي، د ژوند سکون به مو وګرځي او يو ښه ملګری او لارښود به مو جوړ شي!

✍️ ارمان مهربان


Comments

Share with your friends:

reply