Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2024-01-21 07:02:29 by Shabnam Khan

تور غاټول: 

تور غاټول د الکساندر دوما ناول دی چې احسان الله ارینزي پښتو کړي.

دوما د فرانسي د اتلسمي پيړۍ له مشهورو ليکوالو څخه دی، چې د ٣٠٠ په شاوخوا کتابونه یې ليکلي دي.

"کونت دومونت کریستف" هم دده شهکار دي چې يو لنډ شوی متن يې ښاغلي محمود حبيبي په شپږو ټوکونو کې پښتو ته ژباړلی.

درې ټوپکیان، شل کاله وروسته، زما خاطرې، ... یې اثار يې.

دی په ١٨٧٠ کالونو کې ومړ او هډوکې یې د فرانسي د وياړونو په هديره کې خښ دي.

د دوما د شهرت په هکله به دومره بس وي چې ستر ليکوال ويکتور هوګو به ویل چې زموږ په وخت کې دومره شهرت چا نه درلود له الکساندر دوما چې لاره.

رابه شو دده دی(تور غاټول) ښکلي کتاب په هکله یو لنډېز ته.

تور غاټول چې کال مخکې مازیکر کتاب پلورنځي دریېم ځل چاپ کړ. 

کتاب د تور غاټول په روزلو را څرخي، په غاړه - غاړه کې مینه هم پکې نغښتي.

کورنلیوس -چې د کتاب مرکزې لوبغاړی دي- لومړی ډاکټر وي، بیا د پلار تر مړينې وروسته هغه پريږدي. د ته پلار وصیت کړی وي چې سیاست به نه کوي.

دی حيران وي چې څه وکړي، اخير د تور غاټول په روزلو پيل وکړي.

د تور غاټول په روزلو د هالند هيواد د سلو زرو روپیو جایزه اعلانوي.

هر څوک کوشش کوي چې د تور غاټول بزغلي وکړې او دا ستره جایزه ترلاسه کړي.

د کورنلیوس همسایه چې باکستل نومېږي له کورنلیوس سره ناسلمه رقابت کوي، دی غواړي چې دا جایزه خپله ترلاسه کړي.

ددي لپاره کورنلیوس څاري چې هغه چېرې دا بزغلی کري، ځای یې صحیح کوي، دوه پیشوګاني سره تړي او دده بزغلي ته یې وراچوي.

دا کلکه څارنه دوام لري، يوه ورځ دده ملګري: دونت او ژان -چې خلک يې د وژلو شعارونه ورکوي- ده ته خطونه ورکوي او وروسته یې خبر ورکوي چې خطونه یې باېد وسوزول شي، کنې خطر به ورته پېښ شي.

باکستل چې دا خطونه لېدلې وو ژر یې خلک خبر کړه چې د کورنلیوس هم د دونت او ژان سره لاس دی. دی بندي شي؛ خو د بندي خانې د ساتونکي لور روزوا له ده سره همکاري کوي، دواړه په ګډه د تور غاټول د روزلو لپاره کوشش کوي، په کورنلیوس چې تور غاټول ډېر ګران وي دی روزوا ته وايې چې زما تر هرڅه له تور غاټول سره زیاته مینه ده. نو زما په بزغلي به ډېر پام کوي.

روزوا د ټول عمر په بندې باندې زړه سوزي او بزغلي په پوره پام سره پالي؛ خو د پلار ملګری یې (باکستل) بیا دي ته غلی وي چې تور غاټول غلا کړي او دا جایزه واخلي.

د وخت په تېریدو بزغلی تور غاټول نيسي دوی دواړه(کورنلیوس او روزوا) ډېر خوشحاله وي چې دا جایزه ګټي، دوی د ګلانو جایزه ورکونکي تولنې ته لیک لیکې چې موږ تور غاټول روزلی او د جاېزې مستحق یو؛ خو دوی چې ليک لیکې، تور غاټول باکستل غلا کوي.

دوی حیرانېږي، سخت خپه کېږي چې تور غاټول یې ورک شوی ده.

شهزاده ته روزوا ورځې چې تور غاټول دوی روزلی او باکستل ترې پت کړی ده، شهزاده خپل افسر په کورنلیوس پسې لېږي، دواړه لوري(باکستل، کورنلیوس او روزوا) حاضر وي چې کوم یوه ته جایزه ورکړي.

جایزه څوک تر لاسه کوي؟ باکستل ته څه ورپیښيږي؟ له کورنلیوس سره څه کيږې؟ روزوا څنګه کيږي؟ 

دا ټول په تور غاټول کې ولولئ.

دومره درته وایم چې که دا ناول مو ولوست نو پوه به شئ چې الکساندر څومره په لوړ انداز لېکل کړي او احسان الله ارینزي څومره ښه پښتو کړي.

که یې خوند درنکړ، ضمه وار مو زه یم.

#یوسف #مشال.


Comments

Share with your friends:

reply