د کتاب نوم: منصور او موهنا لیکوال: مولانا عبدالحلیم شرر لکهنوي ژباړونکی: میا روښان خادم لیکنـــــــه: خـان صافــــــی ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ دا کتاب مې ورور د نورو کتابونو سره راته راوړی وه، په ډيرې تلوسی او امید مې کتاب شروع کړ خو چې مې صفحی اړولې اړولې ورو ورو خسته کیدم ځکه دا داستان د تاریخ په اوږدو کې واقع شوی وه د لس ګونو پاڼو د اړولو وروسته دا ښکاره شوه چې منصور د سلطان محمود غزنوی د بهادرو افسرانو څخه وه چې وروسته د افسرانو مشری ورته ور کول کیږی او موهنا د جیپال د پاچا لور وه. لکه څنګه چې په کتاب کې ترې یادونه شوی : موهنا د ښکلو سترګو ، شجاعت او ښو اخلاقو لرونکی وه. په دولس کلنۍ کې یې د سانسکریټ ټول مذهبی کتابونه ختم کړی وه او د خاندان او قوی کلچر په سبب یې عسکری فنون زده کړل او یوه تکړه سپاهې وه. پدی سره مې د مور هغه ټپه را یاده شوه چې ویـــل به يــــې: د هندوستان د راجا لـورې!!! خومارې سترګې درته خدای در کړی دینه د یوه جنګ په ترڅ کې چې د سلطان محمود غزنوی او د جیپال او اجمیر د لښکرو ترمنځ راپښ شو، د سلطان محمود غزنوی لښکر کامیاب او موهنا د نورو اسیرانو سره اسیره شوه. له همدی ځایه د منصور او موهنا د مېنې دا په زړه پوری او غمګین داستان پیلیږی...... لکه سنګه چې مې مخکی یادونه وکړه کتاب په سر کې لږ خسته کن تمامیږی خو وروسته وروسته جالبیږی او تلوسه ورور ورو ډیریږی. ما خو دوه ځلی لوستلی زړه مې دی چې یو ځل یې بیا ولولم واقعاً په بار بار لوستلو ارزی.
Comments
Share with your friends: