Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2024-01-13 14:41:31 by Shabnam Khan

سپينه بېړۍ

سپيه بېړۍ د قرغزستان هېواد د ستر ليکوال چنګېز ايتماتوف کتاب دي. دا کتاب په ١٩٧٠ کالونو کې لیکل شوی، تخليقګر یې په ١٩٢٨ کې زيږيدلی.

پلار یې کمونست او ددي ګوند له سترو مشرانو وه، مور يې بيا د تیاتر لوبغاړې، په خټه تاتارۍ او نوم يې نعيمه خزیفنا وه.

ايتماتوف په ١٩٦٣ کال د ښه ليکوال جايزه(لینین جايزه) وګټله، له دې وروسته یې درې نورې (جايزې) ترلاسه کړي. په ١٩٧٨ کال یې د سوسياليستي اتل وياړ د ځان کړ.

چنګېز ايتماتوف سره له دي چې له روسي او قرغزي ژبو پرته په نورو ژبو نه پوهیده؛ خو بیا یې هم په فرانسې، لوکزامبورګ، هالنډ او بلجیم کې د خپل هيواد د سفیر په توګه دندې ترسره کړې دي.

دا قرغزی ليکوال د ارنست همینګوې د خواښي ليکوال و. جميله، لومړی ښوونکی، مخه ښه ګلسارا، زخمي زاڼي، هغه ورځ چې تر پيړۍ نه اوږده ده، د جلاد تخته، د اوښ سترګې، ... یې اثار دي.

دا ليکوال چې په اووه نیم شله ژونديو ژبو ژباړل شوي په ٢٠٠٨ کال ومړ. سپينه بیړۍ، ايتماتوف پنځولی اثر ده. دوکتور لطيف بهاند پښتو کړی، سروش کتابپلورنځي چاپ کړی او لنډېز یې زما (یوسف مشال) سره دلته ولولئ.

ددي کتاب ستر کریکټر اووه کلن هلک دي چې په اتم هغه يې پښه ږدي. دی تر نورو مخکې ګرځند دوکانېز موټر ویني، نيکه يې بابا مومن نومېږي، ده ته له همدې دوکانه چرمي کڅوړه اخلي. دا عادي کڅوړه وي؛ خو پدې هلک ډېره ګرانه وي.

دا هلک مور او پلار پریښۍ وي، اوس له بابا مومن، انۍ، ترورباکۍ، جميله او ازروقول سره یو ځای اوسي.

پر مومن ګران وي، انۍ او ارزوقول بیا ترې کرکه کوي؛ حتا انۍ ورته مخامخ وایې چې د پردي روزل هیڅ ګټه نه لري. د بابامومن لور ارزوقول ته ناسته وي، له هغه یې اولاد نه کيږي، ارزوقول یې وهي او رټي چې ولي اولاد نشي راوړي. انۍ هم همدا پيغورونه ورکوي.

باکۍ له خدايه اولاد غواړي؛ خو نه کيږي. 

بابا مومن د لور په وهلو خپه کيږي، غږ نه کوي، دی داسې سړی دی چې د هر چا خدمت ته ولاړ دی  ارام خوی لري، له څېرې يې لا دا معلومه وي چې هر کس نه کس ته وايي: څه خدمت دي وکړم؟ ماته خدمت ښايه؟ زه حاضر یم، خدمت وایه؟

دی خپل لمسي ته افساني بیانوي، دی ډېرې افساني لري، يوه افسانه یې د ښکرورې مور هوسۍ افسانه ده. پدې افسانه کې د بوګوتيانو د قوم ستر مشر مري، ټول نر او ښځې، واړه و زاړه یې جنازه ته ورځي، جنګ پرې کيږي او ټول ټبر یې وژل کيږي.

جنګیالي چې روانیږي نو تر شا پسې د بوګوتيانو د قوم یو هلک او جينۍ منډې وهي. دوی بنديان شي، مشر یې یوې بوډۍ ته د وژلو لپاره ورکړي، دا یې لرې ځای یوسي، هورې ورته هوسۍ راشي او دواړه له وژلو ژغورل کېږي. 

د ښکروره مور هوسۍ دوی د ایساکول د غرو لمنو ته یوسي، هلته هلک او جينۍ واده وکړي، زامن يې شي، ډېر او ډېر شي. دوی ځان د ښکرورې مور هوسۍ اولاده بولي، او قدر يې کوي  که کوم ځای ورسره مخامخ شي، له اس نه ورته ښکته او يوې خواته شي، تر څو هوسۍ تېره شي.

بابا مومن ددي افسانو د بيان ترڅنګ دي هلک ته نور آداب هم ورښایې، ور زده کوي چې له هرچا سره په لاس ستړی مه شي کوه، ځکه په هرو اووه نفرو کې يو پيغمبر وي.

دا هلک په مکتب کې هم شامل کړي، سهار يې وړي او غرمه یې بېرته راوړي.

ارزوقول رشوت خور دی، د څنګلڅاري په مسولیت کې بډې اخلي او خلکو ته نښتر وهي.

هلک هيله لري چې کب ترې جوړ شي او سپينه بېړۍ ته ورشي. 

يوه ورځ چې دا هلک سخت ناروغ وي، ارزوقول خپل ملګری کوکتای ميلمه کوي، هوسۍ ورته ولي، هلک چې د هوسۍ سر او ښکر له تنه جلا ویني، خپه کيږي. د هغې سترګو ته ځېر ځېر ګورې. دا سترګې نه پتوي، هلک فکر وړي چې دا هماغه ښکروره مور هوسۍ ده.

روانیږي، اوبو ته ور داخليږي او دا خبره تکراروي: سلام، سپينې بېړۍ دا زه یم.


Comments

Note: محتوه یې سخت خوند راکړ. لولم یې اتماً.

Share with your friends:

reply