ناول: زما مینه شهیده شوه لیکوال: شکور الرحمن حمیدی لیکنه: خان صافی ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ د کتاب له کرښـــــــــــــــــــــو: زه وم، د وړانګې يادونه وو، او څلور کونجه کوټه وه، کله، کله به مې له جيب نه د وړانګې تصوير راوخيست ،او د مبايل په رڼا به مې ښه په ځير ځير ورته وکتل، وړانګې ته خداى ډير ښائست ورکړى وو، دنګه پوزه نرۍ وريځې، وړانګين مخ لوړه ونه تر ډېره مې د وړانګې تصوير ته کتل ، په کتو کتو کې ويده شوى وم ،سبا چې عبدالله راباندې غږ کاوه عبدالله له ځانه سره يو ډول غلې غلې خندا کوله غلى به له ځان سره موسکى شو، حميده وروره پاڅه د لمانځه وخت دى مونځ درڅخه قضاء کيږي، زه زر پاڅېدم اودس مې وکړ خو زما له ياده وتلي وو بيګاه چې ما د وړانګې تصوير ته کتل په کتو کتو کې ويده شوى وم، تصوير رانه کټ کې غورځيدلى وو، زر زر د کټ په لورې راغلم عبدالله په هر څه پوه شوى وو زه يې د سترګو په کونجونو څارلم زه څه خبر وم چې د وړانګې عکس د عبدالله لاس ته ورغلى ، زه کله عبدالله ته مخ ورواړوم بيا ژر ،ژر کمبله کله يوې کله بلې خوا واړوم راواړوم د کټ بالښت مې پورته کړ د هغې لاندې مې وکاته دهغې لاندې هم نه وو ماغوښتل چې د کټ لاندې مې يو ځلې سر پسې دننه کړی وای چې وو يې ګورم ما چې کټ ريجايي پورته کړه ،عبدالله راباندې غږ کړ حميده څنګه داسې غلې غلې پلټنه کوې لکه غل ؟څه شى درنه ورک دى؟ زه ورخطا شوم وه مې ويل نه څه ، څه څه نه دي رانه ورک بيګاه چې ويده کيدم کالي مې نه وو يستلى همداسې ويده شوى وم قلم رانه ورک دى ، ما ويل په کټ کې به رانه غورځيدلى وي، عبدالله غلى شان موسکى شو، راته يې وويل ته ديخوا راشه يو قلم خو ما هم پيدا کړى دا خو به نه وي، زه په سستو قدمونو د عبدالله په لور و روان شوم ورته مې وويل تا کوم قلم پيدا کړى ؟عبدالله وويل ته خو يو ځلې کښېنه څه درنه تښتم خو نه د عبدالله سره ، څنګ ته کښېناستم عبدالله وويل لومړۍ راته د قلم نښې او نښانې ووايه چې قلم دې څه ډول رنګ لري زه غلى شوم ځکه له ما نه خو قلم نه وو ورک د وړانګې تصوير رانه ورک وو ورته مې وويل عبدالله رنګ يې څه کوې ته يو ځلې قلم راوښايه که زما قلم وي وبه وايم چې زما دى که زما نه وي وبه وايم چې نه دا زما قلم نه دى ،عبدالله لومړۍ يو قلم له جيبه راويست چې دا خو به نه وي ؟ما وويل نه ما غوښتل چې پاڅم عبدالله د لاسه ونيوم راته يې وويل کينه يو بل مې هم پيدا کړى عبدالله څنګ جيب ته لاس کړ په قراره ، قراره يې راويست نه ګورم چې د وړانګې تصوير په لاس کې ورسره دى رنګ مې تک زيړ لکه کورکمان وتښتېده خوله مې وچه شوه ، په امبور به هم زما د خولې څخه خبره نه وى راويستلى زما په خوله کې چې کومې لاړې وې سره سريښ شوې وې په ډېره سختى مې له ستوني تيرې کړې، زه د عبدالله نه سخت خفه شوم ما عبدالله ته دروغ ويلي وو چې له مانه قلم ورک دى عبدالله وويل ستا نه لکه چې دغه قلم ورک شوى دا ډول قلم خو ما تر اوسه نه وو ليدلى دا څه ډول ليکل کوي ما خو هسې هم خبرې نه شوې کولى خو د عبدالله د خبرې نور هم پسې خراب کړم په ډېره سختى مې وويل عبدالله بخښنه غواړم ام ، ام همدغه قلم له مانه نه ، نه همدغه تصوير له مانه ورک دى.......... نصیبه وسوزی یره شی تندیه مات شی په تا یی څه لیکلی دینه حمیده ستا په بیلتانه کې په کلیو ګرځم ځمکه ځای نه را کويــــــــــنه زما له عــــــــمره سره سمه میرات شی غمه په خندا دی تیرومــــــــــــــه زه د ســــپرلي دګل تازه وم ستا په بيلتون کې لکه پاڼه زېړه شــــــــــومه بيلتونه غبرګ زامن دې مړه شه چې ته غمجن شې ګوندې زه دې هېره شمـــــــــــــه د ځینو مشکلاتو په وجه مې په دوه هفتو کې ولوسته. ډیر په زړه پوری او غمګین ناول وو!!! دا دی وروسته له لږ اوزګارتیا نه یی تاسو ته وړاندې کوم, تاسو یی هم ضرور ولولی. pdf
Comments
Share with your friends: