مونږ ځانونه ولټول د هر هغه خوب په در کي چي مونږ يې پر تور وجود سپينې سترګې رڼې کړې وې خو مونږ د ځان لپاره کوم مناسب تشبيهات نه کړه پيدا چي زمونږ د وړو هيلو درانه دردونه د "کلچرل معاشرې" د کُن ذهنه اولادونو پر غټو خېټو د رڼو اوښکو په رنګداره سياهې رسم کړو او نه مو کومه همفکره څيره د دې دور د فحاشېسټه ليکوالانو د سېکسول داستانونو په کوم خوږمن کريکټر کي وليده.
دوی ښه وويل "تاسو له کتابونو سره سيکس وکړئ" خو زمونږ د کتابونو په الوانې سرت هير سوي بدنونه د پرديو فکرونو او د هغوی له تشدده ډکو همبستريو ښکار شوه، مونږ نه وتوانيدو چي د بد کرداره کتابچو پر لکيرو لګيدلی سر له سوونو کلونو پس راپورته کړو او د يو چا پر خوږه ژبه د يوه مهذبه ترنم په شان تکرار شو.
زما اخيرې ځل ياد دي چي دا له وهمونو ډکه معاشره د ګونګو، يتيمو او کړيدلو شاعرانو په زرينه وينه کي ډوبه پرته وه خو دوی بيا هم نه کړې زده له موسېقيته ډکې خبرې يا له راګونو را ټوکيدلې خنداګانې، هغوی د فلسفې پر خمټو سېنو د تصوف ژبه تيره کړه خو د منطق له ګلداره شونډو يې هيڅکله د عقل شيدې نه وځبېښلې..
مونږ د دې معاشرې جړ حساب کړئ مونږ به زرغونه شو د تير دور د مقدسه او ميوداره ونو په څير، مونږ به وبهيږو د خدايانو د روحونو پشان د کډوالو وريځو سره رڼاګانې به خورې کړو د ماښامونو پر سپرکيو وجودونو.
Comments
Share with your friends: