Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2024-01-07 18:18:50 by Shabnam Khan

د (نجونو خاطرې) کتاب!! حسیب نورمل Hasib Noor Mal د (نجونو خاطرې) کتاب د پاکستان نامتو ارواپوه صابر جوهدري لیکلی دی، پښتو ته وصي ابهام ژباړلی او په ننګرهار کې شهباز خپرندویه ټولنې چاپ کړی دی، کتاب د هغو نجونو رښتنې کیسې دي چې د دوکه بازو او چل بازو هلکانو په جالونو کې راګیرې شوې دي، دې نجونو ته هلکانو د واده، پیسو او نورو په نوم چل ورکړی دی او خپلې استفادې ترې کړې دي، دا نجونې بیا دغه ارواپوه ته د مشورو او د ستونزو حل لپاره ورغلې، ارواپوه یې کیسې نوټ کړې دي او د یو کتاب په بڼه یې چاپ کړې چې بیا یې د (نجونو خاطرې) نوم ورکړی دی، ما دا کتاب مطالعه کړ خو ملګرو به راته ویل چې دا د نجونو لپاره لیکل شوی، ته یې ولې لولې؟ ما ددې کتاب په اړه اورېدلي و چې ښه کتاب دی، ما له دې کتاب څخه ډېر څه زده کړل خو تر ټولو مهمه دا چې ددې کتاب په لوستلو سره مې د هلکانو \نارینوو اصلې څېرې وپيژندلې، خو افسوس دا کوم چې ایا یو انسان هم دومره بد او پوچ کېدای شي چې د یوې نجلۍ پر ژوند لوبه ورته تفریح او ساعتري ښکاره شي؟ لکه څنګه مې چې مخکې وویل، کتاب د کیسو په بڼه لیکل شوی دی، د هرې یا ځینو کیسو راوړل به دلته ستونزمن وي خو ما یې ځینې مهم ټکي او خبرې نوټ کړې چې غواړم له تاسو سره هم شریکې کړم. • د یوې نجلۍ خاطره: له یو ښکلي شتمن ځوان سره مې واده وکړ، خو له واده وروسته مو ژوند ډېر تریخ شوو، بلاخره له درېیو کالو اختلاف وروسته سره بېل شو، له دې وروسته دا راته ثابته شوه چې (شتمني او ښکلا) په ګډ ژوند کې مهم نه دي، څه چې مهم دي هغه درک او درناوی دي. • مینه د انسان په ذهن د نېشې په څېر اغېز کوي. • کوم خلک چې لویې لویې خبرې کوي، ډېری یې غولونکي وي. • ټولې نجونې د بلې په ښه ژوند او بخت رخه کوي. • مینه مهمه نه ده، څه چې مهم دي هغه د مینې دوام دی. • په ژوند کې یو ځل شوې تېروتنه دویم ځل مه تکراروئ. • څوک چې د اوږدې مودې لپاره خپه او اندېښمن وي، هغوی خوښي او خوشالي هېروي. • د ماشومانو لپاره یوازې د پلار شتون مهم نه دی، څه چې مهم دي، هغه دا دي چې پلار باید د خپلو ماشومانو لپاره د پلار په څېر کار وکړي. • مینه په هر حالت کې د یو چا د قبولو نوم دی. • د انسان معیار د هغو څیزونو له مخې مه ټاکئ چې لري یې، بلکې د هغه خلکو له مخکې یې وټاکئ چې دوی اړیکې ورسره لري. • له بدو خلکو سره د اړیکو جوړول بد کار نه دی، ځګه دا تېروتنه ده او یو ځل تېروتنه عار او بد کار نه دی، څه چې بد دي هغه د اشتبا کس سره د اړیکو د پاللو دوام دی. • انسان هر وخت د ښه ژوند د جوړولو لپاره پرېکړه کولی شي. • ځینې خلک تر هغه پوه، هوښیار او شتمن مالومیږي تر څو چې خبرې نه وي کړې. • عزم او اراده د غوره والي لپاره لومړی ګام دی. • نن سبا (مینه درسره لرم) او (راته ګران\ګرانه یاست) د خلکو د تېرایستلو لپاره تر ټولو غوره جملې دي. • دلته مینه د یو چا د جسم د حاصلولو لپاره استفاده کیږي. • وخت او شرایط په هر ډول اړیکو کې تغیر راوستلی شي. • یوازې هغه مړه نه دي چې له دې نړۍ څخه تللي دي، هغه هم مړه دي چې خپله نړۍ یې پراېښي وي. • څوک چې یو څه غواړي خو کولی نه شي، هغوی بیا ذهني ځوریږي. • ژوند په احساساتو او جذباتو نه کیږي، ژوند په دقت او عمل کیږي. • لوړ خوبونه مه وینئ، که رښتیا\پوره نه شي بیا تکلیف درکوي. • نورو\پردیو ښځو ته کتل عادت دی او دا عادت له یوې زیاتو یا ښایسته ښځو په کولو سره له منځه نه ځي. • د یوه خوشاله ګډ ژوند لرلو لپاره باید یو بل درک او درناوی وشي. • په دوکه بازو او چل بازو خلکو باندې د هېچا اخلاق او صداقت اغېز نه کوي. • د مینې لپاره عمر نشته، په هر عمر کې کېدای شي. • له خلکو څخه د بدل اخیستلو په پار ځان مه بربادوئ. • کمزوري مه اوسه خلک له کمزرو څخه استفادې کوي. • د کومو اړیکو چې بنیاد مادیات او پیسې وي، هغه اړیکې حتمي د پرېکېدو له ګواښ سره مخ وي. • مینه هغه ټاپه ده چې موږ په خپله خوښه پر یو چا لګوو. • یو طرفه مینه یو ډول ناروغي ده، چې نږدې د نړۍ نیمايي خلک پرې اخته دي. • مینه د دعوې نه بلکې د عمل نوم دي. • چا ته چې پیسې مهمې وي، هغوی ته احساسات هېڅ مانا نه لري. • څوک چې د ځان په ښه نه وي راغلی، څنګه به د بل په ښه راشي؟! یادونه: کتاب په کابل کې له اکسوس Aksos Book Store کتاب پلورنځي څخه هم تر لاسه کولی شئ.


Comments

Share with your friends:

reply