Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-12-30 15:04:25 by Shabnam Khan

انسان او ديوتا (ناول)

ليکوال : نسيم حجازي

ژباړن : محمد زبير شفيقي


انسان او ديوتا د مشهور ليکوال نسيم حجازي اثر دى چ زيات نور ناولونه ي هم پښتو ته ژباړل شويدې ، دا ناول ي محمد زبير شقيقي په روانه ژبه پښتو ته راژباړلى دي .


د انسان او خداى په نامه دوه نور کتابونه هم ليکل شويدې چ يو ي د دوکتور چمران او بل ي د امير حمزه شينواري اثر دى خو دا د انسان او ديوتا په نامه د حجازي ناول دى .


که د ناول د کيسي په اړه ووايم نو کيسه ي دومره له خوند او تلوسي ډکه ده چ تقريباا 420 صفحي ده خو چ د ژمي دې ښايسته لمر ته ورته دوه ورځي کيښناستم نو خلاص مي کړ او نه ي پريښودم تر څو په نيمايي کي ي پريږدم.


دا چ الله ج په خپله فرمايي : انا خلقنکم من ذکر و انثى ........... ترجمه(اى خلکو ! بيشکه مونږه تاسي له يو نر او ښځي يعني ادم او حوا څخه پيدا کړي ياستٸ او تاسي مو ډلي او قبيلي ګرځولي ياستٸ ددې لپاره چ يو بل وپيژنٸ ) نو په همدې خاطر هيڅوک يو پر بل برتري نلري مګر د تقوى په اساس .

په دې ناول کي هم د پخواني هند د لوړ ذاتو او ټيټ ذاتو تر منځ توپير ته اشاره شويده چ لوړ ذاتي د ټيټ ذاتو ديوتاګان دې ، لوړ ذاتي په ښايسته ښارونو کي اوسيږي ، د عبادت لپاره ښکلي ښکلي درمسالونه لري چ په دې درمسالونو کي ددوٸ خدايان وي او ددې خدايانو لپاره ټيټ ذاتي ورته قرباني کوي ،خپل کوهي او ساګاني لري خو ټيټ ذاتي دښارونو څخه ليري ژوند کوي او نشي کولاى چ د لوړ ذاتو ديوتاګانو ته عبادت وکړي ، د هغوٸ درمسالونو ته لاړ شي ، د هغوٸ له کوهيانو څخه اوبه وڅښي او د لوړ ذاتو لخوا دوي پليت او نجس ياديږي , او وژل ي ثواب او د ديوتا د خوشاله کيدو لامل ګڼي ، او آن په لوړ ذاتو لاس هم نشي ايښودلاي .


بله خبر په کي د خداى په اړه فکر کول دې چ د ناول د لوستو په جريان کي لوستونکى د خداى د شتون نښو ته پام اړوي د خداى په شتون کي د فکر لامل کيږي او بالاخره په بګوان رد کيږي او د يو خداى شتون ثابتيږي .


همدارنګه د ازادٸ اهميت ي هم په يو ښکلي لباس کي راته پوښلى او راته ي ښودلي چ څنګه انسانان د جنګ څخه د ويري له امله د نورو تر امر لاندې ژوند تيروي او په خپله غلامۍ کي په کاذب سکون باندې خوشاله دې .


خو خوندوره برخه ي بيا دا ده چ د لوړ ذاتي هلک او ټيټ ذاتي جينٸ تر منځ د ميني تار غځيږي يو لوړ ذاتي د خپلي ټولني څخه باغي کيږي ، د خپل ديوتا په اړه سوچ کوي چ ټول يوه خداى پيدا کړيدې نو ولي ي ټيټ ذاتي او لوړ ذاتي پيدا کول او ولي له ټيټ ذاتو څخه کرکه کوي .


خو کپسه ي تر پايه بيخي له تلوسي او خونده ډکه او يو غټ پيغام څخه ډکه ده .


Comments

Note: یو وخت مې د حجازي ناولونه ډېر په تلوسه اوریدل او لوستل، خو اوس پرې پېښمان یم.

Share with your friends:

reply