Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-12-29 11:50:14 by Shabnam Khan

Because we say so "ولي چي موږ داسې وايو" د نوام چومسکي کتاب دی چي په دې کي تر ديرشو زيات کالمز اوليکچرز دي. دا کالمز او ليکچرز سياسي موضوعات لري چي حدف يې په نړۍ کې د امريکا ناروا کړنې دي. چومسکي چي د محکومو او بې وزلو خلګو غږ بلل کېږي په دې کالمز او ليکچرز کي د امریکا په استعماري پاليسيو نيوکې کړې دي او د نړۍ په بيلابيلو هيوادونو کي د امريکايانو له خوا ترسره شويو جرايمو ته اشاره کړيده. دی امريکا ته د نړيوال پالوان په نظر ګوري او واي چي امريکايان خپل يوه ناروا کار ته هم ناروا نه واي. د چومسکي هر يو کتاب ګټور دی خو دغه کتاب د امريکا متحده ايالاتو په اړه د ويونکي نظر پراخه وي.


Comments

Share with your friends:

reply