Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-12-27 07:25:20 by Shabnam Khan

فلسفه د نادر ایوبي اثر دی د نادر ایوبي د نورو اثارو په ډول دا کتاب هم ډیر عام فهمه او د هر چا د پاره دی. په دې کتاب کې لیکوال نادر ایوبي د فلسفې تاریخ، د فلسفې د مکتبونو په اړه او هم د فلسفې د مخکښانو په اړه غږیدلی دی. له یوې خوا مو دا کتاب د فلسفې سره په ابتدایي بڼه اشنا کوي او له بله خوا مو که لیکوالۍ سره شوق وي کولی شئ، خپل ځان ترې په فلسفي ډول اغیزمن کړئ! یادونه: د دغه کتاب په سر مې په کور کې له مور سره یوه وړه شخړه هم وکړه هغې ویل چې دا کتاب دې بې لارې کوي، خو بیا مې قناعت ورکړ. تاسو ته یې هم د لوستلو بلنه درکوم یادونه باید وکړم چې پي ډي اف بڼه یې نلرم.


Comments

Share with your friends:

reply